نزدې نيمه پېړۍ کېږي چې افغانستان د څلوېښت میليونه وګړو د داسې ګډ کور په توګه نه مديريت کېږي چې حکومت يې د واکمنۍ پرځاى ولس ته ځواب ورکوونکى وي، د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، سرې او شنې کرښې ولري، بلکې کله يرغلګر او کله واکمنې ډلې ولس لکه د غلامانو او هېواد د فتحه شوي خاورې او خپل خالص ملکيت په توګه د خپلې هوا و هوس، دوکو او مانورونو په اډانه کې د پرديو لخوا کله د وسلو، کله هم د نظامونو د ازموينو لابراتوار او کله د نيابتي جګړو ډګر ګرځېدلى دى.
څوک ګرمو اوبو ته د رسېدو شيطاني حرص د کورنیو غوړه مالانو په دروغجنو ژمنو لېوني شول. دلته يې جنګي سازوسامان راوړ، افغانستان يې کنډواله کړ، خو ورک شول. ځينو دلته د نيابتي جګړو لوبه ګرمه وساتله، چا ورته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه راوړه، موږ والو ورته د دیموکراسي سندرې زمزمه کولې. موږ يې ووژلو، افراطيت ته يې ښه وده ورکړه، زموږ ارزښتونه يې ونړول، سيمه ییز استحکام يې ګډود کړ او وتښتېدل.
چا ورباندي د سوسياليزم اقتصادي او سیاسي سیسټم د تپلو ازموينه وکړه. څوک د ژبې قوم او سمت په غولوونکو شعارونو او وژونکو ويروسونو ورباندي خپله سياسي دوکانداري چلوي، څوک يې د فډرالېزم په پاروونکو شعارونو ليلاموي، څوک يې د غربي ليبراليزم په تله کې د ازادي او بشري حقونو د خوندیتوب په نوم بازار ته وړاندې کوي، څوک يې هم په ماضي کې د خپل ټولنيز محرومیت له امله د اروائي (نفسياتي) غچ په اور کې ستي کوي او څوک د خپل مټکور ذهنيت په زانګو کې ورباندي د واکمنۍ تنده ماتوي. هغه څه چې د ټولو اړخونو ترمنځ ګډ ټکی جوړوي د جنون ترکچې د واک مينه ده.
په موږ کې د ملي ويښتابه او له هېواد سره د ژمنتیا کچه دومره ښکته ده چې د موخو پرځاى مو د مخونو په ستایلو خولې ستړې شوې، نو د واک د حرص په تنور کې د سوځول شوې دغې جنتي خاورې ولسونه به ولې د خپل ځان د تباهي ننداره نه کوي؟ تر څو چې په خپل ځان کې د بدلون لپاره پياوړې اراده ونکړو. له بهر څخه د تپل شوي مشرتابه پرځاى له خپل منځه راپورته شويو او ازمويل شويو مشرانو پسې اقتدا ونکړو، حال به ورځ تر بلې خرابېږي.
د اوسنۍ واکمنې ډلې د چارواکو په منځ کې د ځواک او امتیازاتو ترلاسه کولو حرص د پخوانيو رژيمونو له چارواکو يې که کچه لوړه نه وي نو ښکته هم نه ده. فساد لا پکې راټوکېدونکى او په تيزي سره خپريدونکې ويروس دى چې د هغوى روحاني اړخ او ټولنیز باور له منځه وړي. له خپل ولس سره د چارواکو چلند له هېڅ ډول شاخصونو سره اړخ نه لګوي او نه هم په نړيواله کچه د اغېزمنو ولسي نظامونو په کتار کې ځاى لري. که د سمون لپاره اړين او بیړني ګامونه پورته نشي ستونزه مو نوره هم پېچلې کېږي.
د دولتي جوړښت لپاره د اړينو بنسټونو او اساسي قانون نشتون، د مشروعیت نيمګړتيا، وړ کسانو ته د مسئوليتونو په سپارلو کې پاتې راتلل، د نجونو د زده کړو په برخه کې له دين او تمدن سره په ټکر کې تګلاره، د مخالفینو د حذف او په پرېکړو کې د ولسي رول د ختمولو هڅې د داسې هېواد لپاره ځان وژنه ده چې د موسمي بدلونونو، طبيعي پيښو او له ګڼو نورو سترو ننګونو سره هم مخ وي.
له نړۍ او خپل ولس سره د اړيکو څرنګوالى د ژمنو ماتول، ورځ تر بلې د ولس خرابېدونکى اقتصادي وضعیت په نړيواله کچه د هېواد بوږنوونکى انزوائي حالت او د چارواکو لاپرواهي هغه څه دي چې د پياوړي ايمان او ويښ وجدان خاوندانو خوبونه تښتوي او ارام يې له منځه وړي.
زده کړې زموږ ديني اصل، د ستونزو حل او زموږ د دوديزو او ټولنیزو ناروغیو د حل لپاره اب حيات دى. هغه ولسونه او سياسي مشران چې د نجونو د زده کړو په ارزښت پوهېږي په دغه تړاو پانګونه نه یوازې ديني، حقوقي او اخلاقي مسئوليت ګڼي، بلکې دا يوه حياتي اړتیا ګڼي. دا د ټولنيز ذهنيت په جوړولو، د يوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو، د ماشومانو د مړینې د کمولو، د زیږون د کچې د مديريت، د کډوالۍ د فشارونو په کمولو او د اقتصادي امکاناتو د خلاصولو لپاره تر ټولو ډاډمنه لار ده. له بده مرغه د نجونو د زده کړو په برخه کې د اوسني رژیم د چارواکو غولوونکو ژمنو په ټولنه کې د علماوو د معنوي اړخ په صفر کې ضرب کړ او داسې زيانونه یې واړول چې بيارغونه به يې خورا زيات وخت ته اړتیا ولري.
موږ زيانمنونکى هېواد لرو او هر پردى د خپلو مهرو په کارولو موږ ته زیان رسولى شي. پرديو هېوادونو ته له ښکنځلو هېڅ ګټه لاس ته نه راځي. راځئ په پرديو هېوادونو، د پرديو سفارتونو په دروازو او پولو کې له سپکاوي د ځان ژغورلو په موخه د شونتیا تر بريده په خپل هېواد کې د حالاتو مقابله وکړئ!
که موږ نه غواړو هېواد مو د نيابتي جګړو ډګر د يرغلونو خاوره د ازموينو لابراتوار د واکمنو شخصي ملکيت او فساد مرکز وي نو په ټولنه کې د زده کړو کچه لوړول له مصيبتونو او فاجعو د ژغورنې اړينه لار ده. اړینه نه ده چې زده کړې درته د دندو پيدا کولو تضمین درکړي. علم په خپل ذات کې عزت دى ابرو ده وقار او درنښت ده. زموږ ستره ملي نيمګړتيا د زده کړو ښکته کچه ده. په ناپوهه ټولنه باندې هر ډول استبدادي حکومت کولو ته توجيهات وړاندې کېداى شي. هر څه ورباندې تپل کېداي شي او د هرې ناروا په وړاندې يې د غږ پورته کولو جرئت ختمېداى شي.
افغانستان د کوم شرکت يا فرد شخصي مېلمستون نه دی چې د خاوند د فکري ترجيحاتو پربنسټ څنګه يې چې زړه وغواړي وچلوي او موږ ولسونه ددغه ميلمستون په کرايه مېشته خلک نه يو چې که اسانتیاوې زموږ له مزاج سره سمې نه وي نو بل هوټل ته ځو. دا زموږ د څلوېښت مليونه افغانانو ملکيت او ګډ کور دى. واکمنه ډله باید ځان په ولس باندې حاکم نه، بلکې ځان ځواب ويونکي او خادمان وګڼي.
د ورانولو نړولو او ختمولو پرځاى د رغولو جوړولو او سمولو هنر زده کول زموږ اړتیا ده. که موږ د سياسي مشرانو په هکله د هغوى د فکري ځانګړتیاو، ايديالوژيکي تړاوونو، کړنو او بهرنیو اړيکو نوعيت ملي ګټو ته د ژمنتیا او د ملي ګټو په مخالفت کې د هغوى د ککړتيا د کچې په تړاو درک ونه لرو نو د يوه هوسا، ارام او سرلوړي افغانستان هيلې به مو هغه خوب او هیله وي چې نه پوره کېږي.