۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې پاکستان کې بند پاتې افغانان په تذکرو د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل هېواد ته ستنېدای شي.
محمد صادق دوشنبه د غويي پر ۵ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «افغانان کولای شي، د روانې میلادي میاشتې تر ۲۹ په تذکرو د تورخم پولې له لارې خپل هېواد ته ستانه شي.»
نوموړي ویلي، هر څوک چې غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي، باید له دې لارې له پاکستان څخه ووځي.
صادق خان یادونه کړې، چې د تېر په څېر یوازې ناروغان له ویزې پرته له تورخم پولې د اوښتو اجازه لري.
له دې وړاندې زرګونه افغانان چې یوازې یې پېژندپاڼې لرلې، غوښتل یې افغانستان ته راشي؛ خو پاکستاني لوري له تورخم پولې د اوښتو اجازه نه ورکوله.
څه موده وړاندې د تورخم مسوولانو له پاکستاني لوري سره تر هوکړې وروسته هاغاړه بند پاتې پنځه زره افغانانو ته د راتګ اجازه ورکړل شوه.