افراسیاب خټک: «طالبانو د حکومتولی وړتیا نه لري، دوام نه شي کولای»

۸صبح، دوشنبه: د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر د هرات په امنیتي ناسته کې ویلي، چې افغانستان د سترو ځواکونو د سټراتیژیکې سیالۍ پر میدان بدل شوی دی.
د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک دغه څرګندونې سه شنبه غرمهمهال د لیندۍ پر اتمه نېټه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د هرات امنیتي ناستې د دویمې غونډې په څنډه کې مطرح کړې دي.
خټک همداراز ویلي، چې طالبان دوام نه کوي، ځکه «افراطي او بدوي» دي او د حکومتولۍ وړتیا نه لري.
خټک زیاته کړې، چې افغانستان کې د یوه دوامداره او ډیموکراتیک حکومت د رامنځته کېدو او له شته ناورین څخه د خلاصون لپاره د ملګروملتونو سازمان په مدیریت له نړیوال میکانیزم څخه ملاتړ کوي.
هغه ویلي: «پاکستان اوسمهال افغانستان د خپلې پنځمې برخې په توګه ګڼي او افغانستان د سترو ځواکونو د سټراتیژیکې او سیاسي وزلوبې پر میدان بدل شوی دی.»
په همدې حال کې خټک د دې ټکي په بیانولو، چې د پاکستان لوی او اساسي سیاستونه پوځ ټاکي، څرګنده کړې: «کله چې پاکستان ډیموکراتیک شي، په افغانستان کې به سوله رامنځته شي.»
د هرات د امنیتي ناستې دویمه غونډه د «افغانستان؛ د سیمه ییزې اجماع جیوپولیتیک ډګر» په نوم د ترسره کېدو په حال کې ده.