۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې قزاقستان د افغانستان له روغتیايي سکټور سره دوه ټنه بشردوستانه مرسته کړې ده.
نوموړي وزارت چهارشنبه د غويي پر ۵مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا بشري مرسته نن ماسپښين د قراقستان له پلاوي سره یو ځای کابل راورسېده.
د یادولو ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ یو پلاوی د «دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ټينګېدو، د افغان – قزاق نندارتون او د سوداګریز نښلون په کنفرانس» کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمهییز نښلون او سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.
د یادولو ده چې پرون یو ترکمنستانۍ پلاوی هم کابل ته راغلی دی.