۸صبح،کابل: په کاناډا کې ځینو خبریالانو، لیکوالانو او د افغانستان د پارلمان پخوانيو غړو د احمد شاه مسعود د تلین یادغونډه ترسره کړه.
دغه مراسم شنبه د وږي پر ۱۹ د کاناډا د کلګري ښار د یوه موزیم په همکاري تر سره شول.
د دغو مراسمو ګډونوالو د طالبانو پر وړاندې د احمدشاه مسعود مقاومت «د افغانستان په تاریخ کې ترټولو مقدسه جګړه» وبلله.
هغو ی د مسعود لارې د دوام او د طالبانو پروړاندې له هرې شونې لارې د مقاومت پر اړتیا ټینګار کړی دی.
استرالیا کې هم د طالبانو د ضد قوماندان احمدشاه مسعود د ۲۱ تلین له امله یادغونډه ترسره شوه.