د امریکا له لوري په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملیشو پر اهدافو او دغه راز د یمن پر حوثیانو د دغه هېواد او بریټانیا له ګډو بریدونو وروسته، واشنګټن ویلي چې د پراخې سیمهییزې جګړې غوښتونکي نه دي.
نړیوالو رسنیو دوشنبه د فبرورۍ پر ۵مه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په حواله ویلي چې پر یمن د وروستیو بریدونو په پایله کې ۱۳ هدفونه چې د ځمکې لاندې د وسلو ډيپوګانې، توغندیز سیسټمونه، لانچرونه او نور تاسیسات پکې و، په نښه شوې دي.
د دغې قوماندانۍ په خبره، حوثیانو دا وسلې په سره سمندر کې پر کښتیو د بریدونو لپاره کارولې.
سېنټکام زیاته کړې، امریکايي ځواکونو په ځايي وخت د سهار ۱۰:۳۰ دقیقې څلور د کښتۍ ضد کروز توغندي په نښه کړي چې ټول سره سمندر کې توغول کېدو ته چمتو و.
له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان، پرون اېنبيسي شبکې ته ویلي، په پام کې لري چې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو باندې نور بریدونه هم وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ په پام کې لرو ډېر بریدونه وکړو او نور ګامونه هم پورته کړو، څو روښانه پیغام واستوو، که زموږ پر ځواکونو برید وشي یا زموږ کسان ووژل شي، امریکا به یې ځواب ورکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان له خپل بریټانوي سیال ډیويډ کامرون سره په خبرو کې ویلي، د سیمې غوسه دې نه ازمایي.
د نوموړي په خبره، په منځني ختیځ کې د جګړې دوام حللار نه ده.
له دې وړاندې د روانې اوونۍ په پېل کې د امریکا او بریټانیا په ګډو هوايي ګوزارونو کې د یمن د حوثیانو ۳۰ هدفونه په نښه شوې دي.
له دې سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته بیا په سفر وتلی دی.





