د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار او زدهکړو د د دې ډلې د پراخو محدودیتونو له لګېدو وروسته، ډېری ښځې په کورونو کې پاتې شوې او خپل اقتصادي او ټولنیز فرصتونه یې له لاسه ورکړل. خو بیا هم یو شمېر ښځې د شخصي نوښتونو له لارې هڅه کوي چې په ټولنه کې د مانادار حضور لپاره نوې لارې پیدا کړي. د طالبانو د هغو سختو فرمانونو او محدودیتونو تر سیوري لاندې چې هره ورځ د ښځو ژوند اغېزمنوي، په هرات کې یوې ځوانې نجلۍ د «نایکو» په نوم یو هنري ـ کلتوري بنسټ جوړ کړی دی.

سمیه سلیمانخېل وايي چې دغه بنسټ یې تر هغې وروسته جوړ کړ چې په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې له زدهکړو پاتې شوه. هغه زیاتوي چې له ماشومتوبه له هنر سره مینه لري او په افغانستان کې د ښځو د ژوند د بدلونونو دا انګېزه ورکړې چې هنر یوازې د ساعتېرۍ لپاره ونه کاروي، بلکې د نجونو او ښځو د زدهکړې، وړتیاوو د ودې او فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یې یوه وسیله وګرځوي.
سمیه وايي: «هنر په پیل کې زما لپاره یوه ساعتېري وه او له ماشومتوبه مې ورسره مینه لرله. وروسته مې د ښوونځي او پوهنتون پر زدهکړو سربېره، په جدي او مسلکي ډول دوام ورکړ. کله چې پوهنتون وتړل شو او کاري فرصتونه محدود شول، پرېکړه مې وکړه چې دا ډله پر یوې حرفوي ټولګې( مجموعې) بدله کړم، څو د هنر له لارې هم تولید ولرو او هم هنرمندانو ته د کار او عاید زمینه برابره کړو.»
د «نایکو» بنسټ د بنسټګرې سلیمانخېل په وینا، د دغه بنسټ فعالیتونه په ۲۰۲۳ کال کې په رسمي ډول پیل شول او دې ټولګې خپل کار له اوو زدهکوونکو سره پیل کړ چې اوس شاوخوا ۱۷۰ نجونې او ښځې د دغه بنسټ په بېلابېلو برخو کې زدهکړه کوي او فعالیت لري.په «نایکو» کې مینیاتوري، تذهیب او خطاطي له هغو هنرونو دي چې نجونو او ښځو ته ور زده کېږي او هغوی له دغو مهارتونو پر لرګیو، څرمنو او ښیښو د هنري اثارو د جوړولو لپاره هم کار اخلي. ګلدوزي، انځورګري، خیاطي او د ځینو لاسي محصولاتو تولید هم د د دې ټولګې د فعالیتونو له نورو برخو دي.

د سلیمانخېل له نظره، په اوسنیو شرایطو کې د یوه کلتوري او هنري بنسټ جوړول ورته اسانه نه وو؛ خو هڅه یې کړې چې د «نایکو» فعالیتونه داسې پر مخ یوسي چې نجونې او ښځې د هنر پر زدهکړې سربېره، له خپلو مهارتونو د تولید او عاید ترلاسه کولو لپاره هم ګټه واخلي.
دغه نجلۍ وايي: «د دې کار د پیل لپاره له هراته کابل ته ولاړم او د یوه کلتوري او هنري بنسټ د جواز اخیستلو چارې مې تعقیب کړې. زموږ فعالیتونه له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نایکو کلتوري او هنري بنسټ په نوم په رسمي ډول پیل شول. هغوی فرصت پیدا کړ چې خپل مهارتونه په جدي ډول تعقیب کړي، عاید ولري، په کورنیو کې اقتصادي رول ولوبوي او خپل اثار نورو خلکو ته معرفي کړي. زما په اند تر ټولو مهم بدلون دا دی چې ډېری یې اوس یوازې ځانونه هنرمندان نه ګڼي، بلکې پر دې باور لري چې د خپل حرفوي راتلونکي د جوړولو وړتیا لري.»
د سلیمانخېل په وینا، د «نایکو» د فعالیتونو یوه برخه د افغانستان د دودیزو هنرونو، په تېره بیا د «هرات مکتب» او د کمالالدین بهزاد د هنري میراث د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړې شوې ده. هغه وايي چې د دې ټولګې(مجموعې) هڅه دا ده چې نجونې د دودیزو هنرونو تر زدهکړې وروسته خپل مهارتونه د پلورل کېدو وړ توکو په تولید کې هم وکاروي.

سلیمانخېل زیاتوي چې اقتصادي ستونزې، د خامو موادو برابرول او کورني او کلتوري محدودیتونه د دې ټولګې له لومړنیو ننګونو وو. د هغې په وینا، د وخت په تېرېدو او د کورنیو د باور په ترلاسه کولو سره د «نایکو» د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره شوه او اوس د کورنیو ملاتړ د دې فعالیتونو د دوام له مهمو عواملو دی.
سلیمانخېل وايي: «په پیل کې زموږ ستونزې یوازې اقتصادي او د خامو موادو د برابرولو په برخه کې نه وې. کورني او کلتوري محدودیتونه هم یوه جدي ننګونه وه. ډېری کورنۍ اندېښمنې وې چې لوڼې یې له کوره بهر شي او په یوه کاري چاپېریال کې فعالیت وکړي. خو په تدریجي ډول، د سالمو، منظو او د پایلې پر بنسټ ولاړو فعالیتونو له لارې مو د کورنیو باور ترلاسه کړ. کله چې کورنیو ولیدل چې لوڼې یې په یوه خوندي او منظم چاپېریال کې زدهکړه کوي او د هنر پر زدهکړې سربېره کاري تجربه او عاید هم ترلاسه کوي، د ډېرو نظرونه بدل شول.»
د «نایکو» بله ننګونه نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی دی. سلیمانخېل وايي چې دغه ټولګه په ځینو مواردو کې نندارې ته د خپلو اثارو د وړاندې کولو او د خپلو محصولاتو د معرفي کولو لپاره نړیوالو نندارتونونو ته بلل شوې، خو د ویزې اخیستلو او سفر ستونزو د غړو مستقیم حضور له خنډ سره مخ کړی دی.

دغه نجلۍ وايي: «یوه له مهمو ننګونو نړیوالو بازارونو ته لاسرسی دی. موږ کله ناکله نندارې ته د اثارو د وړاندې کولو او د پېرېدونکو د موندلو لپاره نړیوالو نندارتونونو ته بلل کېږو او ان رسمي بلنلیک هم لرو، خو د ویزې اخیستل او په فزیکي ډول په دغو نندارتونونو کې ګډون کول راته ډېر ستونزمن دي.»
د سلیمانخېل په وینا، بهرنیو بازارونو ته محدود لاسرسي یوازې د اثارو پلور ستونزمن کړی نه دی، بلکې له بازارونو او نویو مسلکي فرصتونو سره یې د نجونو اړیکې هم محدودې کړې دي. خو بیا هم «نایکو» هڅه کړې چې خپل روزنیزو او کاري فعالیتونه دوام ورکړي او د خپلو لاسي اثارو د تولید او پلور له لارې د خپلو لګښتونو یوه برخه برابر کړي.
سلیمانخېل وايي چې موخه یې دا ده چې د «نایکو» ټولګه په راتلونکې کې د هنر د زدهکړې، د باکیفیته محصولاتو د تولید او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د هغو د وړاندې کولو پر یوه مرکز بدله شي. هغه زیاتوي چې که مناسب امکانات او بازار برابر شي، نایکو کولای شي ډېرو نجونو ته زدهکړه ورکړي او د کار او عاید زمینه ورته برابره کړي.
دغه نجلۍ وايي: «غواړم هنرمندان د اثر له جوړولو د پلور وړ تر یوه محصول، بستهبندۍ او وړاندې کولو پورې ډېر فرصتونه ولري. که مناسب امکانات او بازار راته برابر شي، کولای شو ډېرو کسانو ته روزنه ورکړو او د ډېرو نورو نجونو لپاره د کار او عاید زمینه برابره کړو.»
په همدې حال کې، یو شمېر نجونې چې په وروستیو میاشتو کې دې بنسټ ته ورغلې دي، وايي چې په «نایکو» کې فعالیت ورته د هنري مهارتونو د زدهکړې، کاري تجربې د ترلاسه کولو او په یوه مسلکي چاپېریال کې د حضور فرصت برابر کړی دی.
شکریه نورزي چې د مینیاتورۍ له څانګې فارغه او په «نایکو» کې ښوونکې ده، وايي چې له دغه کارغالي سره تر یوځای کېدو مخکې یې د مینیاتورۍ په برخه کې فعالیت کاوه او له «نایکو» سره له اشنا کېدو وروسته یې فرصت پیدا کړ چې په یوه حرفوي چاپېریال کې خپلو مهارتونه دوام ورکړي. هغه زیاتوي چې په دې کارغالي کې فعالیت پر دې سربېره، چې هنري تجربې او مهارتونه یې زیات کړي، له مالي پلوه یې هم د لا خپلواکۍ او پر ځان د ډېر باور لامل شوی دی. د شکریې په وینا، دغه کاري فرصت د زده کوونکو لپاره هم زمینه برابره کړې ده څو نوي مهارتونه زده کړي، تجربه ترلاسه کړي او د راتلونکي لپاره موخه ولري.

شکریه نورزي وايي: «که دا کاري فرصت نه وای، ښايي ډېره په کور کې ناسته وای او زما هنري وړتیا به هېره شوې وای. په نایکو کې فعالیت راسره مرسته وکړه چې د خپل هنري کار تر څنګ کاري تجربه ترلاسه کړم او خپلو زدهکوونکو ته هم فرصت ورکړم چې نوي مهارتونه زده کړي او د راتلونکي لپاره موخه ولري.»
د دغه هنري مرکز فعالیتونه په داسې شرایطو کې دوام لري چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له رسمي زدهکړو محرومې دي.
یونیسف او یونسکو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه تنکي نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي. افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد بلل کېږي چې پکې د نجونو او ښځو پر مخ منځنۍ او لوړې زدهکړې بندې دي. له منځنیو زدهکړو د د نجونو د محرومیت لړۍ په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوه او د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې طالبانو نجونو ته اجازه ورنه کړه چې منځنیو ښوونځیو ته بېرته ستنې شي. له هغه راهیسې دغه محدودیت دوام لري.
یونیسف د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ویلي وو چې که د نجونو پر زدهکړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له څلورو میلیونو ډېرې نجونې به له شپږم ټولګي پورته زدهکړو محرومې شي.

دغه بنسټ همداراز خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو دوام به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او پنځه زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
طالبان وايي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز لنډمهاله دی او د ښوونځیو او پوهنتونونو بېرته پرانیستل له شریعت او د افغانستان له کلتور سره د سمو شرایطو په رامنځته کېدو پورې تړلي دي. خو تر اوسه یې د بېرته پرانیستلو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.





