۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی دی چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۱۷ زره کډوال هېواد ته رلستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه، پر ایکس لیکلي دي چې د دغو کډوالو له ډلې نږدې ۱۸۰ زره کسان له ایرانه راستانه شوي دي.
د هغه په وینا، څه باند ۴۳۷ زره نور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راغلل.





