• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې د لسو انلاین پلورونکو ښځو نیول، پلورونکې د خپل کاري راتلونکي په اړه اندېښمنې دي

شهرزاد شهرزاد
۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789554495]
AI

AI

د کابل په لوېدیځ کې سرچینې وايي چې طالبانو تېره اوونۍ لږ تر لږه ۱۰ آنلاین پلورونکې ښځې نیولې دي. د سرچینو په وینا، دغه ښځې د تېرې چهارشنبې په ورځ هغه مهال ونیول شوې چې د کابل په لوېدیځ کې د یوې استوګنیزې ودانۍ یوه کور کې کې د خپلو کاري فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره راټولې شوې وې. تر اوسه د دغو ښځو د نیول کېدو او بېرته خوشې کېدو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د کابل د لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د سیستماتیکو فشارونو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه ښځې بې له دې چې کوم سیاسي یا مدني فعالیت وکړي، نیول شوې دي. د هغوی په وینا، دغه ښځې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره راټولې شوې وې، خو د طالبانو له ځواکونو سره مخ شوې او تر اوسه د هغوی د وضعیت په اړه معلومات نشته.

د سیمې اوسېدونکی علي (مستعار) وايي چې د طالبانو ځواکونه دغه کور ته ننوتل او په کور کې حاضرې نجونې یې له ځان سره بوتلې. هغه زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکي د دغو ښځو د نیول کېدو پر دلیل نه پوهېږي.

د کابل د لوېدیځ دغه اوسېدونکی وايي: «طالبان هماغه ځای ته ننوتل او نجونې یې له ځان سره بوتلې. موږ نه پوهېږو چې د دې کار دلیل څه و او ولې یې هغوی ونیولې.»

د دغو ښځو نیول کېدو د یو شمېر آنلاین پلورونکو ښځو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. ځینې یې وايي چې د خپلو همکارانو د نیول کېدو د خبر له اورېدو وروسته، د خپل امنیت په تړاو د اندېښنې له امله یې د یوې مودې لپاره خپل کاري فعالیتونه درولي دي.

کبرا (مستعار نوم) چې د آنلاین پلور په برخه کې فعاله ده، وايي چې د دغو ښځو د نیول کېدو د خبر له اورېدو وروسته یې د څو ورځو لپاره خپل آنلاین پلورنځی تړلی و. هغه زیاتوي چې دې پېښې یې پر رواني حالت اغېز کړی او د دې لامل شوې چې د خپل فعالیت د دوام په تړاو اندېښمنه شي.

دغه آنلاین پلورونکې وايي: «د دې خبر له اورېدو وروسته مې د څو ورځو لپاره خپل دوکان وتاړه؛ ځکه رواني حالت مې خراب شو او  کار ته له دوام ورکولو ووېرېدم.»

یو شمېر نورې ښځې او نجونې چې آنلاین پلور د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو یوازینۍ لار بولي، د دغو ښځو پر نیول کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دې وضعیت دوام به د کار او عاید لپاره د ښځو وروستۍ هیلې هم له منځه یوسي.

یوه  آنلاین پلورونکو زلیخا (مستعار نوم) وایي چې  د آنلاین پلور له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه او د خپل ناروغ پلار د درملنې یوه برخه برابروي. هغه زیاتوي چې په اوسنیو شرایطو کې آنلاین پلور د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغې یوازینۍ هیله ده.

دغه آنلاین پلورونکې وايي: «د آنلاین پلور له لارې د خپلې کورنۍ نفقې او د خپل ناروغ پلار د درملنې پیسې برابرم. زما یوازینۍ هیله همدا آنلاین پلور دی او که کار ونه شم کړام، نه پوهېږم چې د خپلې کورنۍ لګښتونه به څنګه برابر کړم.»

دغه ښځې په داسې حال کې نیول کېږي چې د ښځو  پر کار او اقتصادي فعالیتونو د پراخو محدودیتونو له لګېدو وروسته، په افغانستان کې یو شمېر ښځې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره آنلاین فعالیتونو او د ټولنیزو شبکو له لارې د توکو پلور ته مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې سرچینو د کابل په ځینو سیمو، په ځانګړې توګه د تایمنیو په سیمه کې د طالبانو د محتسبانو له خوا د ښځو د نیول کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی ویلي چې د طالبانو د محتسبانو له خوا د ښځو ځورول د پخوا پرتله زیات شوي او هغه ښځې چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کوره بهر وځي، نیول کېږي او زنداني کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف په هرات کې د عامه پوهاوي او د پولیو واکسین د پراخېدو خبر ورکړ
خبرونه

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی کمپاین پلی کېږي

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789549831]
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل
خبرونه

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوالو راستنېدل

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789549166]
ملګري ملتونه په تورخم کې هره ورځ تر دوو زرو پورې د ګرمو خوړوکڅوړې وېشي
خبرونه

ملګري ملتونه په تورخم کې هره ورځ تر دوو زرو پورې د ګرمو خوړوکڅوړې وېشي

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789548590]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.