۸صبح، کابل: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه د کامیرون جمهوریت پلازمېنې یاوندي ته روان شوی دی.
د نوموړي وزارت ویاند ضیااحمد تکل سهشنبه د وږي پر ۶مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا غونډه د اګست له ۲۹ تر ۳۰ دوام کوي.
د تکل په خبره، امیرخان متقي به په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د کوربه هېواد او اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم وکړي.
نوموړی داسې مهال د اسلامي همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون په موخه کامیرون ته تللی چې تازه طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون توشیح کړی دی.
دغه قانون ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښوول شوې دي.



