۸صبح، کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان او اسلامي پراختیایي بانک له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تړون لاسلیک کړ.
پاکستاني رسنیو نن سه شنبه د وري پر دویمه راپور ورکړی، چې د افغانستان لپاره د بشردوستانه اماني صندوق جوړولو تړون د دوشنبې پر ورځ اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان او اسلامي پراختیایي بانک ترمنځ لاسلیک شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه تړون د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي براهیم طه او د اسلامي پراختیايي بانک رییس محمدسلیمان الجاسر له خوا لاسلیک شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه اماني صندوق چې د اسلامي پراختیایي بانک په ملاتړ جوړېږي، افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د لېږد او د نورو نړیوالو مرستندویو د ګډون لپاره به عمل کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دغو مراسمو کې ویلي، چې افغانستان کې انساني ناورین بېړني اقدام ته اړتیا لري. هغه د دغه سازمان له غړو هېوادونو او نورو نړیوالو مرستندویو څخه غوښتي، چې په دغه صندوق کې ګډون وکړي.
قریشي زیاته کړې ده: «له افغانانو سره بشردوستانه مرستې د اسلامي همکارۍ د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې د پاکستان راتلونکي ریاست یوه اړینه برخه جوړوي.»
د ویلو ده، چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸ ناسته په اسلام اباد کې د ترسره کېدو په حال کې ده.





