۸صبح، کابل: د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمهییز دفتر وايي چې له زدهکړو د میلیونونو افغان نجونو د محرومیت پنځه کاله پوره شول او دغو محدودیتونو د هغوی پر ارمانونو او هیلو ناوړه اغېز کړی دی.
دغه سازمان پنجشنبه د وږي پر ۲۶مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له زدهکړو د میلیونونو نجونو پنځه کلن محرومیت له پنځه کاله بېعدالتۍ او د هغوی د هیلو او ارمانونو له بربادۍ سره برابر دی.
له زدهکړو له پنځه کلن محرومیت سره سره، افغان نجونې لا هم په بېلابېلو لارو د خپلو زدهکړو د دوام او د دغو محدودیتونو پر وړاندې د درېدو لپاره هڅې کوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې یو شمېر نجونو د اعتراضونو، په پټو او انلاین مرکزونو کې د زدهکړو او یا هم د زدهکړو د دوام لپاره نورو هېوادونو ته د کډوالۍ له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي او له طالبانو وغواړي چې د نجونو ښوونځي ژر ترژره پرانیزي.





