• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د فیض‌اباد د شپږمې ناحیې اوسېدونکي: د سړک جوړولو له ژمنو یوازې خاورې او ویجاړۍ راپاتې دي

۸صبح، بدخشان ۸صبح، بدخشان
۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789640420]

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکي په دې سیمه کې د سړک جوړولو پروژې له درېدو شکایت کوي. هغوی وايي چې د دغه سړک د جوړېدو لپاره څه باندې سل کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي، خو د پروژې کار په نیمایي کې درول شوی او د سړک ځینې برخې لا هم نیمګړې پاتې دي. دا اوسېدونکي وايي چې طالبانو د سړک یوه وړه برخه جوړه کړې او او نورې برخې یې لا هم خاورینې او ویجاړې دي.

د دشت شهدا یو تن اوسېدونکی خیرالدین (مستعار نوم) وايي چې طالبانو د دغه سړک د جوړولو په پلمه د هغه له نیمایي ډېر کور ویجاړ کړی دی. هغه زیاتوي: «په ټول عمر کې مې د یوه کور د جوړولو وس پیدا کړ، چې هغه یې هم د دې سړک لپاره خراب کړ، خو سړک هم جوړ نه شو. هم سړک لاړ او هم زما کور.»

د دشت شهدا بل اوسېدونکی محمدیار (مستعار نوم) وايي چې د دې سړک کار خورا ورو پر مخ لاړ او د پروژې د پلي کېدو پر مهال ګرد او دوړو شاوخوا کورنیو ته خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

دا سړی زیاتوي چې د سړک جوړولو لپاره د یو شمېر کورنیو کورونه نړول شوي، خو اوس د پروژې کار نیمګړی پاتې دی او د خلکو غوښتنو ته هم هېڅ روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی. د سیمې د دغه اوسېدونکي په وینا، طالبانو د خلکو د کورونو او دوکانونو د نړولو په بدل کې هغوی ته هېڅ تاوان نه دی ورکړی.

محمدیار وايي: «د کور مخې ته مې څو دوکانونه جوړ کړي وو، هره میاشت به مې لږه کرایه ترې اخیستله او پر خپل روزګار مې لګولې، خو اوس هم دوکانونه خراب شول او هم زما د کور نیمایي برخه. تمه مو درلوده چې طالبان به د تاوان پیسې راکړي، خو چا راسره په دې اړه هېڅ مرسته ونه کړه.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي چې په پام کې وه، د دغه سړک د جوړېدو بودیجه د یو شمېر سوداګرو او د کانونو د خصوصي شرکتونو له خوا ورکړل شي. د هغه په وینا، څو شرکتونو او سوداګرو د پروژې د لګښت مسوولیت اخیستی و، خو د کار پر مهال یې له تمویله لاس واخیست او پروژه نیمګړې پاتې شوه.

د فیض‌اباد دا اوسېدونکی وايي: «موږ خوشحاله وو چې بالاخره به له خاورو او دوړو خلاص شو او سړک به جوړ شي، خو اوس ویجاړۍ تر پخوا ډېرې شوې دی. کان کیندونکو هم ویلي چې د دې سړک د بشپړولو لپاره نورې پیسې نه ورکوي.»

طالبانو د ۱۴۰۴ کال د مرغومي پر ۲۸مه، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دوه اونیزه خپرونه کې د دغې پروژې د پیل خبر ورکړی و چې ارزښت یې ۲۰ میلیونه افغانۍ بلل شوی و. د دغه راپور له مخې، ټاکل شوې وه، چې د دې  پروژې لګښت د طالبانو د کانونو او پټرولیم د پخواني رییس شفیق‌الله حفیظي، څارنوال حبیب‌شاه، عبدالهادی صراف، حاجی فواد او ارباب نعیم له خوا ورکړل شي.

د ځایي سرچینو په وینا، د پروژې یوازې دوو تمویل کوونکو ژمنه شوې پیسې ورکړې دي او نور تمویل کوونکي د لګښت ورکولو ته حاضر نه دي.

د سیمې یو سپین ږیری عبدالستار (مستعار نوم) وايي چې دی او د خلکو یو شمېر استازي د دې پروژې د بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته ورغلي، خو غوښتنو ته یې پاملرنه نه ده شوې.

دا سړی وايي: «د سړک د پوره کولو لپاره ریاست په ریاست وګرځېدو، خو هیڅوک حاضر نه دي خبرې راسره وکړي یا زموږ غوښتنې ته غوږ ونیسي. دا پروژه د شفیق‌الله حفیظي په نوښت پیل شوې وه، خو د کانونو او پټرولیم له ریاسته د هغه په تبدیلېدو سره نیمګړې پاتې شوه.»

د عبدالستار په وینا، کله چې هغوی د کانونو او پټرولیم له پخواني رییس او د بدخشان د کرنې او مالدارۍ له اوسني رییس شفیق‌الله حفیظي وغوښتل چې د دغې پروژې په بشپړولو کې مرسته وکړي، هغه په ځواب کې وویل: «که له پخوانۍ دندې ګوښه شوی نه وای، ما په خپله پروژه بشپړوله، خو اوس یې توان نه لرم.»

د دغې پروژې له پیله د څو میاشتو په تېرېدو سره، د سړک ځینې برخې لا هم نیمې پاتې دي او نړول شوي کورونه او دوکانونه هم بېرته نه دي جوړ شوي. د سیمې اوسېدونکي وايي تر هغې چې سړک بشپړ نه شي، د تګ راتګ ستونزې او خاورې او دوړې به همداسې دوام ولري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په هلمند کې سرچینې: طالبانو نجونو ته د پټ تدریس له امله یوه ښځه شکنجه کړې او مېړه یې نیولی دی
راپورونه

په هلمند کې سرچینې: طالبانو نجونو ته د پټ تدریس له امله یوه ښځه شکنجه کړې او مېړه یې نیولی دی

۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789636913]
جبري راستنېدنې؛ پرون نږدې زر افغانان هېواد ته راستانه کړل شول
خبرونه

جبري راستنېدنې؛ پرون نږدې زر افغانان هېواد ته راستانه کړل شول

۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789634985]
یونیسف: په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789629396]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.