په هېواد کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق له خبرداري سره هممهاله، یوه کورنۍ چې دوه ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي، وايي چې د بېکارۍ په زیاتېدو سره د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري. د دغې کورنۍ په وینا، د ماشومانو وږي ویده کېدل او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ناتواني د کورنۍ پر غړو سخت رواني فشار راوستی دی. دغه کورنۍ وايي، ماشومان یې ډېری شپې وږي ویده کېږي. په همدې حال کې، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د عوایدو کمېدو او د ژوند او درملنې د لګښتونو زیاتېدو کورنۍ دې ته اړې کړې چې د خوړو د خوړلو وختونه کم کړي. د هغوی په وینا، د خوړو په بڼه کې دغه بدلون د کورنۍ د نورو غړو پرتله د ماشومانو روغتیا ته ډېر ګواښ پېښوي.
د شپږو ماشومانو پلار زړګی (مستعار نوم) چې د کابل په دهافغانانو کې د سړک پر غاړه توکي پلوري، وايي چې د ورځې په شاوخوا ۲۰۰ افغانیو عاید سره د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو توان نه لري. هغه وايي، اولادونه یې واړه دي او د لږ عاید له امله یې کورنۍ په ډېرو ورځو کې ان د کافي خوړو د برابرولو توان هم نه لري.
د شپږو ماشومانو پلار زړګۍ وايي: «په دهافغانانو کې د سړک پرغاړه توکي پلورم. شپږاولادونه لرم چې ټول واړه دي. هره میاشت پنځه زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم. کار هم نشته او که ډېره هڅه وکړم، یوازې په ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوم.»
زړګی زیاتوي چې دغه عاید د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. هغه وايي: «په ورځ کې په ۲۰۰ افغانیو څنګه کولای شم وچې ډوډۍ، د پخلي لګښت، د ماشومانو کالي، د ماشوم پوډري شیدې او د کور کرایه برابر کړم؟ اړ کېږم چې د ډېر وخت پاتې شوې وچه ډوډۍ په ارزانه بیه واخلم، څو د پخولو لپاره څه ولرو.»
د شپږو ماشومانو پلار زړکی زیاتوي: «ډېری وخت مې د اولادونو ګېډې نه مړېږي؛ ځکه پر دسترخوان د پاتې کېدو لپاره څه نه وي. له بلې خوا، پوروړی هم یم او اوس هېڅوک ان پور هم نه راکوي.»
د دغې کورنۍ مور سحر (مستعار نوم) وايي، د خپلو اولادونو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو او د هغوی په سمه پالنه کې ناتواني ورته ډېره دردوونکې ده. هغه وايي، ماشومان یې هر هغه څه غواړي چې د نورو ماشومانو په لاس کې یې ویني؛ خو کورنۍ یې د اخیستلو توان نه لري او دا وضعیت ورته سخت دی.
هغه وايي، د بېوزلۍ له امله یې ماشومان له کافي او مناسبو خوړو برخمن نه دي او تر اوسه د دغې کورنۍ دوه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. د سحر په وینا، هغې د دوو میاشتو لپاره خوراکي مرسته ترلاسه کړې، خو له هغې وروسته بیا د دغو مرستو پر ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې.
سحر وايي: «ماشومان مې سمه تغذیه نه لري، ان کافي خواړه هم نه خوري. تر اوسه زما دوه ماشومان خوارځواکي شوي دي. دوه میاشتې مې مرسته ترلاسه کړه، خو بیا مې ونه شوای کړای چې مرسته ترلاسه کړم. غوښتل مې چې د صفاکارۍ کار وکړم، خو داسې څوک نشته چې زما د ماشومانو پالنه وکړي.»
دغه مور زیاتوي چې د خپلو ماشومانو وږي ویده کېدل او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې د هغې ناتوانۍ پر هغې سخت رواني فشار راوستی دی. هغه وايي: «دا ډېره دردوونکې ده چې ماشومان مې د خوړلو شیان غواړي او زه یې نه شم ورکولای. شپې وږي ویده کېږي. ان مناسب کالي هم نه شم ورته اخیستلای. کله ناکله ګاونډیان موږ ته ډوډۍ یا بل څه راوړي. څو ځله مو د مرستې لپاره د سیمې وکیل ته مراجعه کړې ده. نومونه او تذکرې یې رانه واخیستې، خو تر اوسه هېڅ مرسته راته نه ده رارسېدلې.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه شکیب (مستعار نوم) وايي چې له دوو کلونو کم عمره ماشومان، نوي زېږېدلي ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې په کورنیو کې د خوړو د کمښت لومړني قربانیان دي. د هغه په وینا، په زیانمنو کورنیو کې هغه کورنۍ شاملې دي چې ښځې یې سرپرستې وي، بېرته راستانه شوي کډوال، ورځني مزدوران او بېکاره کسان ولري، د وچکالۍ او د حاصلاتو او څارویو د له لاسه ورکولو له امله زیانمنې شوې وي، او یا د ناروغیو د درملنې له لوړو لګښتونو سره مخ وي.
د اقتصادي چارو دغه کار پوه وايي: «د عوایدو کمېدو او د درملنې د لګښتونو زیاتېدو کورنۍ دې ته اړې کړې چې د خوړو د څاښتونو شمېر کم کړي او وچې ډوډۍ، چای او ارزانه یا ان تاریختېرو خوړو ته مخه کړي. د خوړو په بڼه کې دغه بدلون د ماشومانو روغتیا ګواښلې او د ویټامینونو او پروټینونو د کمښت له امله یې د پټې لوږې په رامنځته کېدو سره د حادې خوارځواکۍ، د فزیکي ودې د اختلال او د بدن د معافیتي سیستم د کمزورتیا زمینه برابره کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون ماشومان پر شدیدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ اخته دي.
دغه سازمان راپور ورکړی و چې دغه ناورین په نامتناسب ډول کمعمره او زیان ګالي ماشومان اغېزمن کړي دي.
یونیسف ویلي دي چې د هغو ماشومانو نږدې ۴۰ سلنه چې د سختې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله په روغتونونو کې بسترېږي، له شپږو میاشتو کم عمره نوي زېږېدلي ماشومان دي. دغه بنسټ زیاته کړې وه چې د روان کال له پیل راهیسې، له نیم میلیونه ډېر ماشومان د لوړ خطر لرونکې منځنۍ خوارځواکۍ او شدیدې خوارځواکۍ له امله بستر شوي دي. د دغه سازمان په وینا، له روغتیايي ستونزو سره د سختې خوارځواکۍ پېښې هم د تېر کال د همدې مودې پرتله یو پر درېیمه برخه زیاتې شوې دي.
دغه شمېر د ۲۰۲۵ کال په جولای کې له شپږ زرو پېښو د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې اتو زرو پېښو ته لوړ شوی دی





