۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې دوه زره او ۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه، د هوايي بریدونو، د بې پيلوټه الوتکو څار او غچ اخیستونکو نظامي اقداماتو له امله ناارامه وه.
د اپریل له لومړۍ د جولای تر ۳۰مې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وسله وال تاوتریخوالي کې ۵۷ کسان وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپيان شوي دي.
د دغه بنسټ په خبره، په قربانیانو کې ۴۰ ښځې او ۱۱۲ ماشومان هم دي.
همداراز په کندهار، ننګرهار او پکتیا کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او پاکستان ترمنځ د څو نښتو راپور هم ورکړل شوی دی.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې داعش خراسان ډلې د جون پر ۳۰مه د نورستان د وایګل ولسوالۍ د طالبانو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی.
همدارنګه، داعش د جولای پر ۲۹مه په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري د ترور مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.





