• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له پاکستان سره د لارو تړل کېدل؛ د سوېلې حوزې سوداګر او بزګران: نه بدیله لار شته او نه بازار

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789559926]

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دروازو په تړل کېدو سره، د هېواد په کورنیو بازارونو کې د وارداتي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې او د کورنیو تولیداتو، په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو بیې بیا په کمسارې توګه راټیټې شوې دي.

د سوېلي ولایتونو ځينې اوسېدونکي وايي چې د دغو ولایتونو په بازارونو کې د پېر او پلور کچه هم کمه شوې او خلک له سخت او کړکېچن اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

دوی وايي، مخکې به د افغانستان تازه او وچې مېوې د سپین‌بولدک له لارې پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېدې؛ خو د دغو لارو له تړل کېدو سره د یادو محصولاتو پلور په بې‌ساري ډول کم شوی او بزګران یې له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

کندهار

په کندهار کې بزګران وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله د دغه ولایت د انګورو او انارو بیې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پورې راټیټې شوې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو چارواکی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي، د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره د سوېلي حوزې د تازه او وچو مېوو ډېره کمه برخه د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي؛ خو د ده په وینا، د هوايي لارې د لېږد لګښت دوه برابره دی.

د نوموړي په خبره، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ ټنه انګور صادر شوي؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ م کال د سپټمبر په همدې موده کې له کندهاره شاوخوا ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي وو.

په کندهار کې د انګورو یو بڼوال محمدرحیم وايي چې سږ کال د انګورو بیه د تېرو کلونو پرتله درې برابره راټیټه شوې ده. هغه وايي، په تېرو کلونو کې به د کندهاري انګورو د یوه من بیه ۱۵۰ افغانۍ وه، خو اوس ۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې او لامل یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو د تولید کچه ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوې ده.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه جوړ شوي او هر کال ترې شاوخوا ۲۷۴ زره ټنه حاصلات ترلاسه کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي، په تېرو کلونو کې، هغه مهال چې د پاکستان لارې پرانیستې وې، هر کال تر ۳۰۰ موټرو پورې انار له کندهاره پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېدل؛ خو اوس دا محصولات په ډیره کمه کچه د هوايي دهلېزونو له لارې قطر، اسیایي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي چې تر منزل پورې یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی.

روزګان

یوازې انار او انګور نه دي چې د پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله یې ارزښت له لاسه ورکړی، بلکې د دغې حوزې د نورو ولایتونو کرنیز حاصلات هم له ورته برخلیک سره مخ شوي دي. د په روزګان کې سوادګر چې په دې ولایت کې په پراخه کچه انځر او بادام تولیدوی، وايي چې له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله یې د محصولاتو ارزښت ۶۰ سلنه راټیټ شوی دی.

د روزګان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو له یو زرو ۲۵۱ هکټاره بڼونو څخه د شاوخوا ۷ زرو ۱۹۳ ټنو انځرو د راټولولو اټکل شوی دی.

هغوی زیاتوي، په تېرو کلونو کې د څلور کیلوګرامه انځرو بیه ۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې بیه ۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده. د دوی په خبره، په دغه ولایت کې د بادامو بازار هم د پخوا په څېر خپل رونق له لاسه ورکړی دی.

هلمند

هلمندي سوداګر او بزګران د دغه ولایت د پنبې، پستې، ممیزو، شفتالو او ځینو نورو مېوو او کرنیزو محصولاتو د بیو له راټیټېدو شکایت کوي. هغوی وايي، هغه وچې مېوې او نور حاصلات چې د تېر کال راهیسې د بیو د لوړېدو په هیله په زېرمتونونو کې ساتل شوي، لا هم نه دي پلورل شوي او خلکو ته یې د میلیونونو افغانیو زیان اړولی دی.

په هلمند کې سوداګر سیف‌الله وايي چې طالبان دې یا د افغاني محصولاتو پر مخ د پاکستان لار پرانیزي یا داسې بدیلې لارې پیدا کړي چې د پاکستان په څېر مناسب او ارزانه بازارونه ولري. هغه زیاتوي چې د دغه وضعیت دوام به د بزګرانو، سوداګرو او کاروباریانو هڅې له منځه یوسي او خلک به له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.

دغه سوداګر وايي: «نه زموږ لپاره بدیله لار جوړه شوې او نه د پاکستان لار پرانیستل کېږي. په دې حوزه کې ټولې تولید شوې وچې مېوې په زېرمتونونو کې پاتې دي او دا د سوداګرو لپاره زیان دی. نن یو کس یو شی په یوه بیه اخلي، خو سبا یې په هماغه بیه نه شي پلورلای. که دا وضعیت دوام وکړي، دلته به هر څه له منځه لاړ شي؛ لکه څنګه چې اوس هم وضعیت خراب دی.»

ورته مهال، د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، هند چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، هڅه کوي د افغانستان یو شمېر هغه حاصلات خپل هېواد ته ولېږدوي چې په زېرمتونونو کې پاتې دي.

ځينې هندي سوداګر چی تازه کندهار ته تللي او هڅه کوي چې وچې مېوې له بدیلو لارو ولېږدوي. دغو سوداګرو چې څو ورځې وړاندې یې د کندهار له سوداګریزو بازارونو لیدنه کړې وه، ژمنه کړې چې پر نړیوالو معیارونو بسته بندي شوې وچې مېوې به په مناسبه بیه وپېري.

د پاکستانې لارو له تړل کېدو وروسته، له دې لارې درېیمو هېوادونو ته د افغانستان صادرات هم راټیټ شوي دي. د ګمرکي معلوماتو له مخې، دغه صادرات په ۲۰۲۵ م کال کې ۴۵۴ میلیونو ډالرو ته رسېدل، خو په ۲۰۲۶ کال کې یوازې ۷ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي.س

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د لارو د تړل کېدو له امله پاکستاني صادرونکو د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې شاوخوا ۲۲۵ میلیونه ډالره زیان لیدلی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

لوړې بیې او ټیټ کیفیت؛ د پستي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه
راپورونه

لوړې بیې او ټیټ کیفیت؛ د پستي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791876577]
طالبان: د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي دي
خبرونه

طالبان: د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي دي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791875838]
د انټرنېټ لوړه بیه او ټیټ کیفیت؛ د انلاین زده‌کړو او کار د ستونزو په اړه د نجونو اندېښنې
راپورونه

د انټرنېټ لوړه بیه او ټیټ کیفیت؛ د انلاین زده‌کړو او کار د ستونزو په اړه د نجونو اندېښنې

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791874567]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.