۸صبح، بادغیس: سیمهییزې سرچینې وايي چې د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې وسلهوالو غلو یو ۱۲ کلن ماشوم وژلی او غواګانې یې ترې وړې دي.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه پرون شاوخوا لس بجې د ابکمري ولسوالۍ په «پده دایزنګي» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دغه ماشوم هغه مهال د وسلهوالو غلو په ډزو ووژل شو چې غواګانې یې ساتلې.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د بادغیس په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.
له دې مخکې ځايي سرچینو خبر ورکړی و چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو کس خپله مور په تبر وژلې او وریندار یې ټپي کړې دي.





