• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اګست پنځلسمه؛ هغه ورځ چې ښار خپله ساه بنده کړه

زینب صداقت زینب صداقت
۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787058207]
AFP

AFP

ځینې ورځې په جنترۍ کې یوازې یوه نېټه وي؛ خو د انسان په حافظه کې تلپاتې کېږي. د اګست پنځلسمه راته هم له هماغو ورځو یوه ده؛ هغه چې لا هم کله رایادېږي، داسې انګېرم لکه د خبرونو غږ، د خلکو اندېښمنې سترګې او د کورونو درنه چوپتیا چې بیا بیا یې اورم.

د هغې ورځې سهار، د ډېرو نورو ورځو په څېر پیل شو؛ خو څوک نه پوهېدل چې څو ساعته وروسته به د ډېرو کلیمو مانا بدلېږي؛ ښوونځی، پوهنتون، راتلونکې، ازادي او ان ارمانونه.

ښار خاموش و او خلکو پرلپسې خپلو خپلوانو او ملګرو ته زنګونه وهل او پوښتل یې: «څه شوي؟» څوک نه پوهېدل چې پر کوم خبر باور وکړي. د خلکو ذهنونه د اوازو او واقعیت ترمنځ لالهانده او باور سخت شوی و. هغه دوکانونه چې تل به له خلکو ډک و، یو په بل پسې تړل کېدل او ښار ورو ورو خپل همېشنی شور له لاسه ورکاوه. همالته پوه شوم چې کله کله چوپتیا له زرګونو جملو هم درنه وي.

ښار تش شوی و او خلکو خپلو کورونو ته پناه وړې وه؛ داسې لکه کوم خطرناک ویروس چې راغلی وي او غواړي ټول تېر کړي. ان نن یې چې په اړه لیکم، ګومان کوم لکه ټول بدن مې چې خولې وي. لاسونه مې درنېږي او په ډېرې سختۍ د هغې ورځې وېره او وحشت لیکم.

مبایل ته مې زنګ راغی. پلار مې و: «الو، چېرته یې؟ ژر کور ته راشه.» په بیړه مې ځان کور ته ورساوه. کله چې د کور دروازې ته ورسېدم، عجیب سکون مې احساس کړ. له ځان سره مې وویل: «کور څومره د سکون ځای دی.» خو په لار کې مې د خلکو کتل لا هم په ذهن کې و؛ داسې کتل لکه د داړونکي ځناور په څېر چې هره شېبه ښايي تېر دې کړي.

کله چې انګړ ته ننوتم، ټول وارخطا و. مور مې چې تر ټولو ډېره وېرېدلې وه، په ژړا یې راودانګل، غېږ یې راکړه او ویې ویل: «اه، خدایه شکر چې په خېر راورسېدې. نږدې وه چې له اندېښنې مړه شم.»

پلار مې چې موبایل یې هره شېبه زنګ واهه، ژر را وړاندې شو او ویې ویل: «په لار کې څه خبرې وې؟ ولې دومره ناوخته شوې؟» ورور مې چې د سختې اندېښنې له امله په انګړ کې پرلپسې پورته او ښکته ګرځېده، وویل: «ځانونه تیار کړئ، هوايي ډګر ته ځو. ټول روان دي.» پلار مې چې دا خبره واورېده، سترګې یې راووتې او ویې ویل: «لېونی شوی یې، زویه؟ هوايي ډګر ته څه کوو؟»

د پلار موبایل ته مې زنګونه را روان و. د کاکا کورنۍ مې ویل چې ټول یو ځای هوايي ډګر ته لاړ شو. تره مې ویل: «ژوند به نور هم سخت شي. کابل ویجاړ شو. اشرف غني تللی دی. راځئ چې هوايي ډګر ته لاړ شو.» خو د دې خبرې منل مې پلار ته سخت و. ورو ورو یې اندېښنه لا زیاتېده. د شپې به یې خوب نه شو کولی او کله کله به مې مور ته ویل: «څه وکړو؟ موږ درې لوڼې لرو.»

یوه ورځ مې د پخلنځي له دروازې شاته د پلار او مور خبرې واورېدې. مور مې ویل: «یا به طالبان نجونې له ځان سره وړي، یا باید هوايي ډګر ته لاړ شو.» مور مې په بامیان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دوره تېره کړې وه او له هغو ورځو څخه یې ترخې خاطرې لرلې. په ژړا یې ویل: «کاشکې مو هېڅ لور نه لرلی.»

سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. له ځانه مې وپوښتل: «ولې؟ موږ انسانان نه یو؟ څه دي چې مور مې له لور لرلو وېرېږي؟» زړه مې دروند شوی و او پښې مې سستې وې. د یوه تیاره راتلونکې وېرې مې ټول بدن نیولی و. له ځان سره مې ویل: «زه به یوازې هوايي ډګر ته لاړه شم.» خو زه یوه داسې نجلۍ وم چې د تګ لپاره یې د مور او پلار اجازې ته اړتیا لرله.

پینځه ورځې د تګ او پاتې کېدو ترمنځ تېرې شوې. په پای کې مې پلار ومنله چې هوايي ډګر ته لاړ شو. ما او دوو خویندو مې لږې جامې واخیستې. ما د تل په څېر خپل کتاب او کتابچه هم له ځان سره واخیستل. بکس مې دروند شوی و او مور مې هره شېبه ویل: «لورې، نور خلک د خپل ژوند په غم کې دي او ته د خپلې کتابچې او قلم.» خو هغه کتابچه او قلم راته یوازې څو ساده توکي نه و؛ دا مې د خوبونو یوه برخه وه.

موټر مو دربست ونیو او کابل هوايي ډګر ته ورسېدو. له یوې سترې ګڼې ګوڼې سره مخ شوم. خوله مې له حیرانتیا خلاصه پاتې وه او ذهن مې د هغو ټولو خلکو په لیدلو چې غوښتل یې خپل وطن پرېږدي، له کاره لوېدلی و.

خلکو د هوايي ډګر پر دروازو منډې وهلې. امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې ګڼه ګوڼه کنټرول کړي. د هغې ټولې ګډوډۍ په منځ کې مې داسې کورنۍ ولیدلې چې یو له بله ورکې شوې وې. ماشومانو ژړل او د ژړا غږونه یې د خلکو په شور او ځوږ کې ورکېدل.

یو ځوان هلک چې شین کمیس یې اغوستی و، هڅه یې کوله چې ځان د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه دننه ورسوي. د یوه امنیتي سرتېري ورپام شو او په یو ګوزار یې شاته وتمباوه. ما یوازې د سترګو له کونجه دا صحنه لیدله او زړه مې پرې خوږ شو چې ولې نه شم کولی یو څه ورته وکړم. په خپل وطن کې اوسېږې، خو د خپل ژوند او راتلونکي د ژغورلو لپاره داسې لالهاندي څومره دردونکې ده.

مور مې د وروڼو لاسونه کلک نیولي و او پلار به مې هر ځل چې له هغوی څخه به یو د خلکو په منځ کې پر ځمکه ولوېد، بېرته به یې پورته کړ. مور مې زما او د خویندو لاسونه هم کلک نیولي و، څو هسې نه د خلکو په منځ کې ورکې شو.

د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر نږدې شپږو بجو پورې مو انتظار وکړ، خو ونه توانېدو چې هوايي ډګر ته دننه شو. وروڼه مې څو وارې پر ځمکه ولوېدل او پښې یې ژوبلې شوې. ستړي او تږي شوي و. په پای کې مې پلار وویل: «ډېره ګڼه ګوڼه ده. باید کور ته لاړ شو. دننه نه شو تللی او الوتکه هم نه راځي.» مور مې هم وویل: «له تندې مې ژبه وچې شوې. هلکان هم ستړي شوي دي. راځئ چې کور ته لاړ شو.» خو ما نه شو کولی له هوايي ډګره زړه وشلوم. ذهن مې ویل: «انتظار وکړه، ښايي الوتکه راشي.» خو زړه مې ویل: «له مور او پلار پرته به چېرته ځې؟»

د بېرته ستنېدو پر مهال مې هم د پښېمانۍ احساس وکړ و او هم د سکون؛ پښېمانه وم چې ولې مې لا ډېر انتظار ونه کړ، خو خوشحاله په دې وم چې خپله کورنۍ مې یوازې پرېنښوده.

له هغې ورځې پنځه کاله تېر شوي دي. جامې مې په المارۍ کې پاتې شوې، کتابونه مې وتړل؛ خو کتابچه، قلم او لیکل راسره پاتې شول. له هېواده د تېښتې هڅه مې بې پایلې شوه او مجبوره شوم چې خپلو زده‌کړو ته له نورو لارو دوام ورکړم.

کله کله فکر کوم چې انسان له ځینو دردونو سره عادتېږي؛ خو هغه اوښکې چې مې ښوونځي ته د نه تګ او د خپلو خاورو شویو هیلو لپاره تویې کړې، هېڅکله به یې هېرې نه کړم.

نن یوازینی شی چې لرم یې او کولی شم د ستونزو پر وړاندې پرې ودرېږم، هیله ده. لا هم د کابل په یو ګوښي او خټین کور کې، د الوت او ازادۍ خوب په خپل زړه کې ژوندی ساتم.

زه باوري یم چې هغه ورځ به راشي چې یوه نجلۍ د خپلو زده‌کړو د حق لپاره ونه ژاړي؛ هغه ورځ چې د ښوونځي او پوهنتون فراغت به خپله نمانځي او د فراغت خولۍ به اسمان ته غورځوي. ښايي هغه ورځ د اسمان په لمن کې د سپینو کوترو غږونه واورو؛ د هغو کوترو چې د افغان نجونو د ازادۍ لپاره به سندرې وايي. او زه، د هغې ورځې د رارسېدو لپاره، لا هم صبر کوم او هیله‌منه یم.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی
بهرني خبرونه

پر ایران اقتصادي فشارونه؛ د جګړې زیان ۲۷۰ میلیارد ډالره اټکل شوی

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190762]
بادغیس کې یو ځوان ځان‌وژنه کړې
خبرونه

په بادغیس کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790190276]
په فاریاب کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي
خبرونه

په فاریاب کې وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790189776]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.