۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې دوه منځ عمره نارینه چې تېره اوونۍ د قادس ولسوالۍ په مسیر کې لادرکه شوي و، پرون ماښام یې مړي موندل شوي دي.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر لومړۍ ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا کسان د نوې جوړې شوې تګاب عالم ولسوالۍ د «داوودي» سیمې اوسېدونکي و.
د سرچینو په خبره، دغو کسانو تېره اوونۍ د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه د خپل کور پر خوا حرکت کړی و.
سرچینو زیاته کړې چې دا کسان د قادس ولسوالۍ په «قندي زردي» سیمه کې له خپلې نقلیه وسیلې سره لادرکه شوي او مړي یې پرون ماښام په همدې سیمه کې موندل شوي.
تر اوسه د دغو کسانو د مړینې او د لادرکه کېدو د څرنګوالي په اړه یې معلومات نه شته.





