د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعيت؛ فایق د ملګرو ملتونو د ژرترژره اقدام غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په تړاو د اندېښنو په لړ کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په دې برخه کې د ژر تر ژره پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پنجشنبه د مرغومې پر ۸ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ماشومانو عکس خپور کړی دی.
فايق ويلي دي، چې په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې د اسنادو د نشتوالي له امله د کراچۍ په يوه زندان کې بنديان دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته د دغه سازمان د ژر تر ژره پاملرنې غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په زندانونو کې د افغانانو د ناوړه وضعیت په تړاو رپوټونه ورکړل شوي دي. په وروستي مورد کې یو افغان ناروغ چې اسناد يې نه لرل، د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوی دی.