افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ زیاتوالی؛ فایق: طالبان او فاسد مشران د خلکو او خدای پروړاندې ځواب ویونکي دي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د خپلو اولادونو د ګېډې د مړولو لپاره د یوې ښځې له خوا د بډوډي پلورلو په غبرګون، فاسد مشران او طالبان افغانستان کې د اوسني ناوړه وضعیت مسوول ګڼلي دي.
د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «طالبان او فاسد مشران د خلکو او د خدای د عدالت پروړاندې مسوول او ځواب ویونکی دي.»
فایق په دوام کې زیاته کړې: «پر مړو وجدانونو او هغو کسانو چې پر افغان نجونو ښځو یې دا وضعیت راوستی، شرم او لعنت.»
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې افغانستان کې یوې مور د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته د خپلو اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره د خپل بډوډي پلورلو ته اړ شوې ده.