د طالبانو مشرتابه په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړی چې پر اساس یې د دې ډلې جنګیالي او په پنجشېر ولایت کې د ملکي ادارو کارکوونکي د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو حق نه لري. طالب جنګیالي د دولتي ادارو د ملکي کارکوونکو ترڅنګ د دغه ولایت اوسېدونکو ته هم اجازه نه ورکوي چې سمارټ فون او کامرې لرونکي ټلیفونونه وکاروي.
طالبان د تلاشیو په پوستو کې ځايي اوسېدونکې تلاشي کوي او له هغوی څخه سمارټ فونونه او کامرې لرونکي ټلیفونونه اخلي او په ځینو مواردو کې یې ماتوي. د طالبانو دغه کړنه د ځايي اوسېدونکو، خبريالانو او سياسي کارپوهانو له توند غبرګون سره مخ شوې ده. د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو دا اقدام د بشریت ضد جنایتونو د پټولو لپاره کړی دی.
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي مولوي محمد محسن هاشمي ته منسوب یو غږیز پیغام د پنجشنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته رسیدلی. په دغه غږیز پیغام کې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په دغه ولایت کې د ټولو ملکي او نظامي ادارو کارکوونکو ته امر کړی چې باید له ګرځنده ټلیفونونو څخه کار وا نخلئ.
مولوي محمد محسن هاشمي په دې غږیز ټیپ کې وايي چې د ملا هبت الله اخندزاده په امر په پنچشېر دره کې د ګرځنده ټلیفونونو کارول منع دي. د طالبانو والي هغه کسانو ته چې هوښیار ټلیفون لري مشوره ورکوي چې خپل ټلیفون وپلوري یا یې په کور کې پریږدئ. مولوي هاشمي خبرداری ورکوي که د تلاشی په پوسته کې له چا سره ګرځنده ټلیفونونو وموندل شي، دوی به د شکایت حق ونه لري.
خو د پنجشېر اوسېدونکي د طالبانو دغه کړنه د خپلو فردي ازادیو خلاف ګڼي. د پنجشېر ولايت د رخه ولسوالۍ اوسېدونکی ننګيالی له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «دا بنديز د پنجشېر پر ټولو خلکو لګول شوى دى. زه پخپله شاهد یم چې طالبانو د تلاشی په پوستو کې د څو ولسي وګړو موبايلونه اخيستي او ويل يې چې تاسو نور د دې ټليفونونو د کارولو حق نه لرئ. هغو کسانو چې له دوی سره یې پدې هکله دلیل او خبرې کولې، د هغوی تلیفونونه یې مات کړي دي.»
د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې د پنجشېر اوسېدونکي وايي چې د ګرځنده ټلیفونونو پر کارولو بندیز د دوی د شخصي ازادۍ خلاف کار دی او طالبان باید دغه فرمان لغوه کړي. د پنجشیر ولایت د مرکز اوسېدونکی احمد نوید وايي:«طالبان هره ورځ د پنجشېر د خلکو لپاره شرایط ستونزمن کوي. اوس مهال یو شمېر هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی په پنجشېر کې پاتې شوي او نور ټول کوچېدلي دي. خو طالبان حتی له موږ څخه د ګرځنده تلیفونونو د کارولو حق هم اخلي. له همدې امله موږ مجبور یو چې له دې ځایه بل ولایت یا بل هیواد ته لاړ شو چې لږ تر لږه له خپلې فردي ازادۍ څخه برخمن شو.»
سرچینې د ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۷ مه د برېښنا شرکت د درېیو کارکوونکو او پنځو ملکي کارکوونکو څخه ګرځنده ټلیفونونه نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پيسو ترلاسه کولو لپاره بانک ته تللي وو هلته د تلاشی په وخت کې د هغوى تليفونونه ضبط شول.
سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو د دغه اقدام لامل په پنجشېر کې د دغې ډلې د بشریت ضد جنایتونو د خپریدو او عامېدو مخنیوی دی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «طالبان په دې ښه پوهیږي چې د ګرځنده ټلیفونونو له لارې په پنجشېر کې د بشریت ضد جنایتونه، غیر اسلامي او غیر انساني عملونه مستند کړل شوي او د نړۍ پام یې وراړولی. له همدې امله، کله چې خلک ګرځنده ټلیفونونه ونه لري، نړۍ به نه پوهیږي چې په پنجشېر کې د طالبانو لخوا څه تر سره کیږي.” ښاغلی سعیدي زیاتوي: «د سمارټ فونونو د راټولولو یوازینۍ موخه دا ده چې خبرونه خپاره نشي او پنجشیر په تیاره او د غفلت په خوب کې ویده پاتې شي، ترڅو د طالبانو د څپیړو او وهلو ټکولو لاندې پروت وي.»
حقوقي کارپوهان دا هم وايي چې د سمارټ فون کارولو څخه د اتباعو مخنیوی هیڅ قانوني، دیني یا اخلاقي توجیه نلري. د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د علمي کادر غړي ارش شهرپور له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په دې عصر کې د پرمختګونو له مخې د سمارټ فون درلودل یو له بنسټیزو اړتیاو او د هر شخص اساسي حق دی. د هغه په وينا، په قصدي توګه د يوه وګړي یا په ډله ييز توګه د یو مشخص هویت درلودلو له امله خلک له بنسټيزو حقونو څخه بې برخې کول د نړيوالو قوانينو خلاف کار دى.
خو د طالبانو مشر په داسې حال کې په پنجشېر ولایت کې د هوښیارو ټلیفونونو په کارولو بندیز لګولی چې د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د بندیانو د شکنجې، سپکاوي او د وهلو ټکولو او وژنو پراخه ويډیویې او تصویري کلیپونه خپاره شوي دي. ډیری دا ویډیو کلیپونه د طالبانو لخوا ثبت شوي او شریک شوي. په پنجشېر کې طالبان اوس هم د ملکي وګړو د ځورولو، نيولو، شکنجه کولو او د وژنو په ګډون د بشري حقونو څخه په پراخه سرغړونو تورن دي. د دې تر څنګ طالب جنګیالي په دې ولایت کې د لسګونو جنګي بندیانو په وژلو تورن شوي دي.
په برتانیا کې میشته یوې غیر انتفاعي موسسې چې د «افغان ویټنس» په نامه یادیږي په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې پر اساس یې طالب جنګیالیو د ۲۷ کسانو لاسونه تړلي او په ډزو یې وژلي دي. دا راپور په پنجشیر کې د ثبت شویو ویډیو کلیپونو د تحلیل پر بنسټ خپور شوی.
دغه بندیز پنجشېر ولایت ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له سفر وروسته لګول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې ریچارډ بینیټ تېره اونۍ پنجشیر ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې له ولسي خلکو سره ونه لیل او د طالبانو له والي سره له لیدو وروسته له پنجشېر څخه تللی.