۸صبح، کابل: د طالبانو وروستی زنداني د ګوانتانامو له زندان څخه د یوه امریکایي وګړي په بدل کې خوشی شوی دی.
ګوانتانامو کې د طالبانو وروستی زنداني بشر نورزی دوشنبه د وږي پر ۲۸ افغانستان ته بېرته راستون شوی دی.
نورزی د امریکایي مارک فري ریچز په بدل کې خوشی شوی دی. دغه تبادله د کابل په هوایي ډګر کې شوې ده.
د دغه امریکایي وګړي د هویت په اړه او دا، چې څومره موده له طالبانو سره و معلومات نشته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یو لړ مراسمو کې د نشه یي توکو پر قاچاق د تورن بشر نورزي خوشي کېدل لمانځلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د نورزي خوشي کېدل ترټولو لویه لاسته راوړنه بللې ده.
بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې د هیرویینو د قاچاق په تور د امریکا له خوا ونیول شو.