پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدو په درشل کې یوه مرستندویه بنسټ چې کابو ۲۰ کاله یې د هېواد له روغتیایی نظام سره مرسته کړې، اعلان کړی چې د افغانستان روغتیایي نظام د نړیوالو پراختیایي مرستو د درېدو او اقتصادي ناورین له امله ۲۰ کاله مخکیني وضعیت ته ګرځېدلی دی. د دغه بنسټ د مسوولانو په وینا، بشردوستانه روغتیایي مرستو ته د اړمنو شمېر ۳۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی. په همدې حال کې، د هېواد په روغتونونو کې سرچینې د روغتیایي کادرونو او درملو کمښت او د ناروغانو زیاتوالی د افغانستان د روغتیا سکتور پر وړاندې ستونزې ګڼي؛ خو د عامې روغتیا وزارت یو مخکینی چاوراکی باور لري، چې د هېواد له روغتیايي برخې سره مرستې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي؛ خو روغتیایي برخه په سمه توګه نه مدیریت کېږي.
د جانیتر نړیوالو مرستو پروګرام «Johanniter International Assistance» جمعه د زمري پر ۲۱ اعلان کړی، چې پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ملکي کسانو لپاره د تېرو کلونو ډېری لاسته راوړنې له منځه تللې دي. د دغه بنسټ په وینا، له زمري میاشتې وروسته، چې افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړ، بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۳ سلنه زیات شوی دی.
دغه بنسټ په یوه راپور کې د روغتیایي نظام شاته تګ ګراني، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، طبیعي پېښې او د سلګونه زره دندو له لاسه ورکول، نړیوال بندیزونه او د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ګڼلی او جوته کړې یې ده، چې د افغانستان کابو نیمایي وګړي یوازې کولای شي، په ورځ کې د یوه وخت ډوډۍ لګښت برابر کړي. د دغه بنسټ د څېړنو له مخې، پورته دلیلونه د دې لامل شوي، چې تر یو میلیون زیات له پنځو کلونو کم عمره ماشومان اوسمهال له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د عامې روغتیا وزارت مخکیني مسوولان بیا د دغه سازمان راپور نیمګړی بولي او وایي، چې د هېواد روغتیایي نظام د مدیریت په برخه کې له ننګونو سره مخ دی. د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو معین فدامحمد پیکان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د هېواد روغتیايي نظام د جمهوري نظام د نورو نظامونو په شان په لومړیو کې له سقوط سره مخ شو او په یوه کال کې یې زیاتې ستونزې ګاللې دي. د هغه په وینا، هېواد کې په ۲ زره او ۳۳۱ روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو د تمویل درېدل، چې له نړیوال بانک څخه یې تمویل کېده د افغانستان په روغتیایي نظام کې له کنټروله وتلی کړکېچ و؛ خو د تېر زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې د «ګلوبل فنډ» ادارې په همکارۍ ۱۵ میلیون ډالر، وروسته د ۲۰۲۱ کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ پورې ۴۵ میلیون ډالر د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان روغتیايي نظام ته ورکړل شول.
د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال جوتوي، چې کابو شپږ میاشتې مخکې له روغتیا برخې سره د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سازمان له لارې د (ARTF) بنسټ او نړیوال بانک مرستې پیل شوې او تر اوسه هم دوام لري. د هغه په وینا، دغه پروژه همداراز د HER یا Health Emergency Response تر نامه لاندې د نړیوال بانک مالي ملاتړ چې د ۲۰۲۲ د سپټمبر له پایه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر پایه پورې کابو ۳۳۳ میلیون ډالر دي، هم دوام لري.
ښاغلي پیکان د «جانیتر» د مرستو نړیوال پروګرام راپور نیمګړی ګڼي او وایي، چې په دې راپور کې په تفصیلي توګه نه دي ویل شوي، چې د روغتیايي نظام کومې برخې ۲۰ کاله مخکې ته ګرځېدلې دي. هغه وایي، چې د عامې روغتیا وزارت د سقوط د پیل په پرتله لږ څه ښه شوی؛ خو د نړیوالې ټولنې اعتبار یې نه دی ترلاسه کړی. ښاغلی پیکان ټینګار کوي، چې له دغه وزارت سره مالي مرستې زیاتې شوې؛ خو د عامې روغتیا وزارت په مدیریت او مشرۍ کې ظرفیتونه کم شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مخکینی مرستیال د ښځو کارکوونکو کموالی د اوس او مخکې ننګونه ګڼي او جوتوي، چې په افغانستان کې د بشري ځواک په تېښتې سره د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو کموالی سخت احساس شوی دی. هغه ټینګار کوي، چې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د ادارو او تطبیقوونکو موسسو ناسمه ګټه اخیسته وه؛ خو اوس چې د امنیتي ستونزې پلمه نشته، باید په جدي توګه یې څارنه وشي.
په همدې حال کې د بلخ د عامې روغتیا په ریاست کې یوه سرچینه د روغتیایي کارکوونکو کموالی او مالي ستونزې د هېواد د روغتیا برخې اصلي ستونزې بولي. سرچینه ټینګار لري، چې ملکي روغتونونو ته د خلکو تګ زیات شوی او له همدې امله نه شي کولای، په وخت خدمات وړاندې کړي.
همدارنګه د بدخشان د عامې روغتیا په ریاست کې سرچینې د دغه ولایت په روغتونونو کې د درملو کموالی او د ناروغانو زیاتوالی د روغتیا په برخه کې شته ستونزې بولي. سرچینې وایي، چې د ناروغانو زیاتوالي ته په پام، د هغوی درمل بسنه نه کوي او درمل په دوامداره توګه نه ورته رسېږي. اخوا، د غور د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ دی.
دا ټول په داسې حال کې دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د نوېو ناروغیو په ځانګړې توګه د ډینګي او کانګو تبو له خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي، چې د سخت نسناستي او شري ناروغیو تر څنګ ډینګي تبه، کانګو تبه او کولرا په افغانستان کې خپره شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې له دغو دوو ناروغیو سره د مبارزې لپاره د ټولو د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.
د جانیتر نړیوالو مرستو پروګرام په داسې حال کې د افغانستان د روغتیایي نظام له ستونزو خبرداری ورکړی، چې له دې مخکې هم نړیوالو بنسټونو له دې جملې د روغتیا نړیوال سازمان او د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان روغتیایي نظام ته پاملرنه ونه شي، د هېواد روغتیایي نظام به له پاشلتیا سره مخ شي.
اوس چې له دغه خبرداري یو کال تېرېږي، د جانیتر نړیوالو مرستو پروګرام چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې ۲۰ کاله مخینه لري ویلي، چې د طالبانو بیا واکمنۍ د ملکیانو لپاره د تېرو کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه وړې دي. که څه هم ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر ولرو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه شو.