ورځيني راپورونه

د جورج بوش انسټيټوټ راپور؛ طالبانو د فساد او غلا پر ګدۍ ډډه لګولې

جورج بوش انسټیټیوټ په افغانستان کې د طالبانو مالي فساد په دوام کې د بهرنیو فعالانو د رول په اړه د « اېل شوي دولت» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي چې طالبان څنګه په افغانستان کې د واک ټينګولو لپاره په فاسدو مالي کړنو تکیه کړې ده. په راپور کې د طالبانو فساد،...

د کندهار د وروستي برید د تلفاتو زیاتوالی؛ طالبانو د یو شمېر قربانیانو د جنازو پر بدرګې بندیز لګولی

په کندهار کې د ځمکو راګرځول؛ ولس: طالبان د خلکو شخصي ملکیتونه غصبوي

د طالبانو د عدلیې وزارت تېر شاوخوا يونيم کال کې په ټول افغانستان کې د دولتي ځمکو په نوم د بیاراګرځولو لړۍ پیل کړې ده. د طالبانو د عدليې وزارت په مشرۍ په مرکز او ولايتونو کې کمېټي جوړې شوي چې لومړی دولتي ځمکې تثبیتوي او ورسته يې بیا له غصب څخه د خلاصېدو چارې ترسره کوي. طالبان ادعا کوي...

طالبان او د قومي شخړو اور

یوه پېښه او څو اخیستنې؛ د بدخشان لاریونونو ته غبرګونونه د قومي تبعیض ښکارندويي کوي

که څه هم په ننني ټولنو کې توکميز تنوع د يو هېواد د پرمختګ لپاره يوه مثبته ځانګړنه او ارزښتناکه موقع بلل کېږي؛ خو برعکس په افغانستان کې دا پديده د يوې ننګونې په توګه ګڼل کېږي چې وخت پر وخت يې وګړي اغېزمنوي. د هیوادوالو یوه لویه ډله پېښې د قومي او سیاسي ګټو پر بنسټ تعبیروي؛ هغه څه...

محاصرې لاندې بشري حقونه؛ د نړۍ د بشري حقونو پر نړیوال نظم د امریکا د نامستمر او نامتوازن چلند پایلې

محاصرې لاندې بشري حقونه؛ د نړۍ د بشري حقونو پر نړیوال نظم د امریکا د نامستمر او نامتوازن چلند پایلې

د «وېلسن سنټر» په نوم یو امریکايي بنسټ په یو ۴۵ مخیز راپور کې چې «تر محاصرې لاندې بشري حقونه؛ په نازک نړیوال نظم کې د بشري حقونو نظام بیا راژوندي کېدل» نومېږي، په نړیوال نظم کې یې د بشري حقونو ځای ځایګی ارزولی دی. د دغه راپور موندنې ښيي، نړیوال قواعد او قوانین چې بنسټیزه موخه یې د بشري...

د لوږې ناورین او د طالبانو له خوا د ځپنې دوام؛ د بشري مرستو د پرې کېدو احتمالي خبرداری

د لوږې ناورین او د طالبانو له خوا د ځپنې دوام؛ د بشري مرستو د پرې کېدو احتمالي خبرداری

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له بېلابېلو ناورینونو سره لاس او ګریوان دی. تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې له اړمنو سره د ځینو مرستندویه توکو د بندېدو خبرداری ورکړی دی. اوچا ویلي چې د اپریل او جون ترمنځ د سرپناه، روغتیايي او خوراکي توکو، تغذیې، ساتنې او پوهنې ځیني اړینې...

په تخار کې ورښتونو او سېلابونو ۱۷ کورنۍ لادرکه کړې دي

طبیعي پېښې او د خلکو بې‌وسي؛ طالبان طبیعي پېښو ته د چمتوالي او مبارزې لپاره کومه طرحه نه لري

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ویجاړونکو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول. سېلابونو په یو شمېر سیمو کې د ولایت له مرکز سره د ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې کړې. له ځپوونکو سېلابونو اخیستل شوې ویډيوګانو کې ښکاري، هغه خلک چې په سېلبريزو سیمو کې پراته دي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او...

د طالبانو اعتراف: «په دویم امارت کې فساد له ۸۰ تر ۹۰ سلنې» ډېر شوی دی

د طالبانو اعتراف: «په دویم امارت کې فساد له ۸۰ تر ۹۰ سلنې» ډېر شوی دی

شاوخوا درې کاله تېرېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي. یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې په دې موده کې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې فساد په بې‌مخینې توګه ډېر شوی او په وینا یې، دا د دې لامل شوی چې طالب چارواکي هم په حکومت کې پر شته فساد اعتراف وکړي. یو شمېر طالب چارواکي چې په خپله...

د مذهب پر بنسټ دوه ګونی چلند؛ شیعه‌ګان په هېواد کې د پردیوالي احساس کوي

د مذهب پر بنسټ دوه ګونی چلند؛ شیعه‌ګان په هېواد کې د پردیوالي احساس کوي

په هېواد کې د شیعه مذهب یو شمېر پیروان له شیعه‌ګانو سره د طالبانو د دښمنانه چلند او د دغې ډلې د مشرتابه له پرېکړو شکایت لري. د دوی په خبره، د شیعه مېشتو ولایتونو لپاره د سُني شورا ټاکل، د محرم ماتم پر مراسمو محدودیتونه، په واک کې شیعه‌ګانو ته هېڅ ونډه نه ورکول او د طالبانو له خوا...

په غور کې ویجاړونکي سېلابونه؛ لارې بندې دي او سېلاب ځپلو ته د مرستو بهیر پېل شوی نه دی

په غور کې ویجاړونکي سېلابونه؛ لارې بندې دي او سېلاب ځپلو ته د مرستو بهیر پېل شوی نه دی

د غور په مرغاب او چهارسدې ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او ویجاړونکو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ، ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې سېلابونو لسګونه کورونه او دوکانونه نړولي. د هغوی د ادعا له مخې، سېلابي اوبو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې او یو شمېر څاروي یې له منځه وړي دي. د غور...

د کندهار د وروستي برید د تلفاتو زیاتوالی؛ طالبانو د یو شمېر قربانیانو د جنازو پر بدرګې بندیز لګولی

په هېواد کې د بېکاري زیاتوالی؛ د کندهار ولس: وچې ډوډۍ پسې حیران یو

کندهار چې د طالبانو د غایب مشر ملا هیبت‌الله د راج چلونې پلازمېنه هم ګڼل کېږي، ولس یې له سختې بېکارۍ او د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکايت کوي. د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د فابريکو سقوط او د خلکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د دې لامل شوي چې د کاري فرصتونو کچه راټيټه شي....