دسته بندی نشده

«د ځمکې ورځ»؛ ګوترېش: اقلیمي بدلون ځمکه ګواښي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي. ګوترېش دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه په خپله اېکس‌پاڼه د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته...

د تخار اوسېدونکي: د تالقان – کوکچۍ غاړې سړک دې ورغول شي

د تخار اوسېدونکي: د تالقان – کوکچۍ غاړې سړک دې ورغول شي

د تالقان او کوکچې اړخ کې د پرتو ولسوالیو سړک په تخار کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ګڼل کېږي. دا سړک چې ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د دغه ولایت خواجه بهاوالدین، رستاق، چاه‌اب، دشت‌ قلعه، ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ د تخار له مرکز تالقان سره نښلوي. دا سړک د جمهوریت پر مهال د پخواني حکومت او طالبانو...

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي

ټاکل شوې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په دوه ورځني سفر پاکستان ته لاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي عربستان پلاوی به دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه اسلام‌اباد ته دننه شي. د بیان پر بنسټ، د دې سفر موخه...

کرزي پر اسراییلو د ایران بریدونه «د ځان د دفاع لپاره مشروع حق» وباله

کرزي پر اسراییلو د ایران بریدونه «د ځان د دفاع لپاره مشروع حق» وباله

۸صبح، کابل: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اسراییلو د ایران د تېرې شپې توغندیز بریدونه «د ځان د دفاع لپاره مشروع حق» بللی دی. کرزي یکشنبه د وري پر ۲۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دې وروستیو کې د جګړو، ناورینونو او نړیوالو قوانینو څخه د سرغړاوي کچه زیاته شوې او په خبره یې، دې چارې...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل

په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې؛ د مدرسو جوړونې سناریو

د طالبانو ډله له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د افغان نجونو د بې  برخې کولو له امله تر پراخ فشار لاندې ده او ان تر ټولو نږدې خواخوږي، ملاتړي او لابیګران یې هم د ښوونځيو تړل نه شي توجیه کولای. دا کار دومره نامعقوله دی چې ان د داعش په څېر خورا افراطي دیني ډلې نه دی کړی...

په هېواد کې د تقاعد سیسټم له منځه وړل؛ لا هم د متقاعدینو د معاشونو ورکړه لاینحله پاتې ده

په هېواد کې د تقاعد سیسټم له منځه وړل؛ لا هم د متقاعدینو د معاشونو ورکړه لاینحله پاتې ده

طالبانو په افغانستان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد پیسو ګرځول بند کړي ‌دي. د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په یو فرمان کې د ماليې له وزارته غوښتي‌ چې د ټولو شته نظامي او ملکي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند کړي. دولتي کارکوونکو بیا دا ګام په هېواد کې د تقاعد سیسټم...

سېنټکام د حوثيانو پر رادار سایټ د راکېټي برید خبر ورکړ

په سوریه کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسرائیل برید؛ ۳۳ ملکيان او عسکر وژل شوي

امنیتي سرچینو ویلي چې اسرائیل په سوریه کې پر هدفونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي دي. دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا بریدونه د جمعې ورځې په پیل کې (مارچ ۲۹مه) د سوریې د حلب ښار په یوې سیمه کې شوي دي. د خپاره شويو معلوماتو پر بنسټ، په دغو...

په هرات او فاریاب کې د سېلابونو راوتلو له کبله یو کس مړ شوی او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي

په هرات او فاریاب کې د سېلابونو راوتلو له کبله یو کس مړ شوی او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي

۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي طالب چارواکي او په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله یو کس مړ شوی او ۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي. په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمت‌الله مرادي پنجشنبه د وري پر ۲مه ویلي چې په دغه ولایت کې ورښتونو او سېلابونو خلکو...

د نوروز د تحریم درېیم کال؛ طالبان هممهاله کلتوري جینوسایډ او جنسیتي اپارتاید پلی کوي

د نوروز د تحریم درېیم کال؛ طالبان هممهاله کلتوري جینوسایډ او جنسیتي اپارتاید پلی کوي

په افغانستان کې د نوروز نمانځل لرغونې مخینه لري. په هېواد کې د خلکو ترڅنګ، ډېرو پخوانیو پاچاهانو، ولسمشرانو او واکمنانو له نوروزه د یو لرغوني او مشهور کلتوري دود او د طبیعت د بیا راژوندي کېدا په توګه نمانځنه کړې ده. د نوروز نمانځنه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د واک له دستګاه سره مخامخ اړیکه لرلې ده. د...

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه

د ښځو رنځ او له تابوګانو سره مبارزه

دا مطلب د هغو مطالبو یوه برخه ده چې ټاکل شوې ده «د برابرۍ پر لور» کمپاین کې خپاره شي. «د برابرۍ پر لور» هغه کمپاین دی چې د سپارک نیوز په نوښت د نړۍ له ګوټ ګوټه د ۱۶ خبري اژانسونو په ګډون سره د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې د شته ننګونو د رابرسېره کولو او د دې برابرۍ...