امنیتي سرچینو ویلي چې اسرائیل په سوریه کې پر هدفونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا بریدونه د جمعې ورځې په پیل کې (مارچ ۲۹مه) د سوریې د حلب ښار په یوې سیمه کې شوي دي.
د خپاره شويو معلوماتو پر بنسټ، په دغو هوايي بريدونو کې ٣٣ پوځيان او ملکيان وژل شوي او د ټپيانو د شمېر په هکله کره معلومات نشته.
تلابیب په دغه سيمه کې د حزبالله مرکزونه په نښه کړي چې په پایله کې يې د دغې ډلې پنځه جنګيالي وژل شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي چې دا برید نن سهار پر ۱:۴۵ د حلب په سویل ختیځ کې شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم په دغو هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۳۶ کسان او لسګونه نور ټپیان اعلان کړي دي.
تر اوسه د دې خبر نور جزئیات د اسرائیل او سوریې د حکومتي سرچینو له خوا نه دي خپاره شوي.
د یادونې ده چې په غزه کې د جګړې له پراخېدو وروسته د اسرائیل او حزبالله لبنان ترمنځ هم جګړې زیاتې شوي او دواړه لوري وختناوخته پر یو بل بریدونه کوي.