په افغانستان کې د نوروز نمانځل لرغونې مخینه لري. په هېواد کې د خلکو ترڅنګ، ډېرو پخوانیو پاچاهانو، ولسمشرانو او واکمنانو له نوروزه د یو لرغوني او مشهور کلتوري دود او د طبیعت د بیا راژوندي کېدا په توګه نمانځنه کړې ده. د نوروز نمانځنه له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د واک له دستګاه سره مخامخ اړیکه لرلې ده. د پخوانیو دولتونو ډېریو چارواکو د خپلې استبدادي واکمنۍ او انحصار سربېره، بیا هم د نوروز نمانځنه کړې ده. طالبانو بیا له تېرو درېیو کالو راهیسې د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی او هغه یې غیراسلامي بللی دی. طالبانو ویلي چې څوک دې په افغانستان کې د نوروز نمانځنه نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د یو پرېکړهلیک په تصویبولو، نوروز د یو نړیوال جشن په توګه په رسمیت پېژندلی او ویلي دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ۳۰۰ میلیونو ډېر کسان د دغه جشن نمانځنه کوي. د دغه سازمان په خبره، نوروز د کلتوري میراثونو او له پیړیو راهیسې د پخوانیو دودونو په لرلو د انساني اړیکو او سولهییزو نظریاتو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی. له دې سره هممهاله، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي بیا طالبان پر کلتوري جینوسایډ او جنسیتي اپارتاید تورنوي.
د تاریخي اسنادو له مخې، سلجوقیانو، خوارزم شاهیانو، غزنویانو، غوریانو او تیموریانو نوروز نمانځلی دی. په افغانستان کې د مذهبي، کلتوري او سیاسي مخالفتونو سربېره بیا هم د نوروز نمانځنې دوام لاره. خلک په بېلابېلو ولایتونو کې له ځينو توپیرونو سره د دغې ورځې نمانځنه کوي. د افغانستان ټول اوسیدونکي نوروز د خپلو دودونو او رواجونو له مخې په بیلابیلو ډولونو نمانځي.
د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د نوروز جشن د بل هر ځای پرتله د بلخ په مرکز مزار شریف کې په شانداره توګه نمانځل کېده. لوړپوړو حکومتي چارواکو په بلخ او کابل کې د «جهنډه بالا» په مراسمو کې برخه اخیسته. هغوی د «جهنډه بالا» په مراسمو کې خلکو ته د نوي کال له مبارکۍ سربېره، حکومتي لاسته راوړنې هم بیانولې.
د هېواد ګڼ شمېر نامتو سندغاړي د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه بلخ ته تلل یا یې په کابل کې د نوروز کنسرتونو په ترسراوي خلکو ته خوښي ورکوله. دغه راز، ټلویزیوني او غږیزو رسنیو د هنرمندانو کنسرتونه خپرول او د خلکو خوښي یې لا زیاتوله؛ خو اوس دا ټول غږونه غلي شوي دي.
په افغانستان کې د نوروز نمانځل ډېر دودونه لري؛ هغه دودونه چې د نوروز حوزې هېوادونو له دودونو سره ډېر ورته والی لري. د دې دود تر ټولو مهم او ارزښتناک دود د ټولو لپاره خوښي او د ښه کال هیله ده. د «جهنډه بالا» مراسم، سمنک پخول، هفت میوه تیارول، نوروزي سندرې، سپورټي سیالیو ترسراوی او له خپلوانو او ملګرو سره لیده کاته بیا د نوروز جشن له مهمو کلتوري دودونو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو له دوو دورو واکمنۍ پرته په تېرو دوو لسیزو کې کې نوروز په رسمي ډول نمانځل کېده. طالبانو په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې هم د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی و. د طالبانو بیاځل واکمنېدو سره ځينو تمه لرله چې دا ډله به د خپلې لومړنۍ دورې په څېر پالیسي پلې نه کړي؛ خو لیدل کېږي چې خپلې سختدریځې پالیسۍ ته دوام ورکوي.
پروسږکال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت یو چارواکي محمدیحی عارف په یو ویډيويي پيغام کې ویلي و: «څوک چې نوروز نمانځي او درناوی یې کوي، د اسلام له دایرې بهر کېږي.» نوموړي نوروز د «مجوسیانو، غیرمسلمانانو او مشرکانو اختر» بللی و.
دا په داسې حال کې ده چې د دیني چارو ډېری څېړونکي او اسلام پېژندونکي بیا د نوروز په اړه د طالبانو دا ډول دریځ نیونه بنسټپالی تفسیر بللی دی. د هغوی په خبره، د نوروز جشن یوه ځانګړي توکم، سیمې او باور پورې تړاو نه لري او په خبره یې، دا د انساني ټولنې تمدني لاسته راوړنه بلل کېږي.
د اسلامي چارو کارپوه محمد محق وايي چې په اسلام کې د نوروز د تحریم په اړه هېڅ حکم نه شته. نوموړی زیاتوي: «مطلقاً په قرانکریم کې د نوروز په اړه هېڅ نه شته او په معتبره نبوي احادیثو کې هم څه نه شته.» د هغه په خبره، په دې برخه کې ضعیف روایات او ځیني فتواوې د سیاسي او تاریخي کشالو له کبله رامنځته شوې دي.
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د بلخ په مرکز مزار شریف کې د «روضې شریفې» زیارت په ګډون ځينو نورو زیارتونو کې هم د نوروز دودیز جشن پر نمانځلو بندیز لګولی دی؛ په داسې حال کې چې تل په دې ځای کې له نوروزه په رسمي او پراخه توګه نمانځنه شوې ده.
بلخوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له بندیزونو او ګواښونو سربېره، یو شمېر کورنۍ په ټيټه کچه د دغه جشن نمانځنه کوي. هغوی زیاتوي چې نوروزي دود د سمنک په پخولو، پسرلنیو سندرو، هفت میوې تیارلو، د خپلوانو کورونو او د غرونو لمنو ته په تګ نمانځي.
د هېواد یو اوسېدونکی جمشید وايي: «نوروز هر مهال بدخواهان لرل، خو له تاریخي او منل شویو ارزښتونو دفاع بیا اوږدمهاله کلتوري او مدني مقاومت ته اړتیا لري. سمه ده چې طالبانو د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی دی، خو خلک دې یې په خپلمنځي ډول په کوچنیو ټولیو کې ونمانځي. سمنک دې پوخ کړي، موسیقي دې واوري، هفت مېوه دې تیاره کړي او خپل نوروزي دسترخوانونه دې وغوړوي. دا که په ظاهري بڼه کم برېښي؛ خو په حقیقت کې د بنسټپالنې پر خوله قوي ګوزار دی.»
ورته مهال، ځينو معترضو نجونو او ښځو د سمنک په پخولو، سندرو او شعرونو ویلو سره نوروز نمانځلی دی. هغوی افغانانو او د نوروز تمدني حوزې اوسېدونکو ته د دغې ورځې مبارکي ویلې. دغو نجونو د دودیزو او سیمهییزو جامو اغوستلو سره یو وار بیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه «ناانساني او ښځو ضد» بللي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د نوروزي دسترخوانونو عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي او د دې ورځې مبارکي یې ورکړې ده. هغوی ټينګار کړی چې هېڅ ډله نه شي کولای د نوروز نمانځلو او طبیعت د بیا راژوندي کېدو مخنیوی وکړي. د دغو شبکو یو شمېر کاروونکو طالبان د کلتوري او تمدني ارزښتونو دوښمنان بللي او ټينګار یې کړی چې دې ډلې هممهاله په افغانستان کې «کلتوري جینوسایډ او جنسیتي اپارتاید» بنسټيز کړی دی.
دغه راز، یو شمېر سیاسي او کلتوري فعالانو نوروز د ګډ کلتور او د سیمهییز کلتوري ادغام لپاره یو اړین عامل ګڼلی دی. هغوی وايي، په اوسني وضعیت کې چې سیمه له شخړو او سیاسي کړکېچ سره مخامخ ده، د دغې تمدني حوزې هېوادونو لپاره د نوروز ستراتيژیک روایت وړاندې کول اړین او حیاتي دی.
سیاسي فعاله مرضیه احمدي وايي د نوروز تمدني حوزې مشران کولای شي د خبرو اترو له لارې د نوروز ګډه جفرافیه پر یوه ستراتیژیک روایت بدله کړي، څو په خبره یې، له سیمې بهر هم اغېز پېدا کړي. دا سیاسي فعاله زیاتوي چې د نوروز تمدني حوزې په هېوادونو کې پراخ ظرفیت شته چې په خبره یې، کولای شي هغه د سیمې د ثبات او همپالنې پر یو اغېزمن ځواک بدل کړي.
ورته مهال، ځيني اوسېدونکي بیا له نوروز سره مخالفت د دې حوزې له تمدني ارزښتونو سره دوښمني بللې ده. د هغوی په خبره، په افغانستان کې ځانګړې ډلې دین څخه په استفادې په هېواد کې له ټولو کلتوري ارزښتونو سره مخالفت کوي او هر هغه څه غندي چې په وینا یې، له لرغوني تمدن څخه په میراث پاتې دي.
طالبان داسې مهال د نوروز له نمانځلو سره مخالف ښيي چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو د نوروز جشن د یو نړیوال جشن په توګه په رسمیت پېژندلی دی. د دغه سازمان عمومي اسمبلۍ د ۱۳۸۸ کال د کب پر ۴مه د یو پرېکړهلیک په تصویبولو د وري میاشتې لومړۍ ورځ د نوروز نړیواله ورځ نومولې ده. ملګرو ملتونو ویلي: «نوروز په نړۍ کې له ۳۰۰ میلیونو زیاتو خلکو لپاره د نوي کال پېلامه ده او له درې زره کلونو راهیسې په بالکان، تور سمندرګي سیمې، قفقاز، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې نمانځل کېږي.»
دغه راز، په تېرو کلونو کې هم د نوروز د رارسېدو په مناسبت د نوروز تمدني حوزې هېوادونو له چارواکو سربېره، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د امريکا ولسمشر، د کاناډا لومړي وزير او د يو شمېر نورو لوېديځو هېوادونو چارواکو د ځانګړو مراسمو له تراسروي سربېره، د دغې ورځې مبارکي ورکړې ده.
افغانستان د نوروز تمدني حوزې هېوادونو په توګه چې په ۱۳۹۳ کال کې د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه و، ژمنه کړې چې دغه ورځ به په سمه او رسمي توګه نمانځي او د نوروز دودونو ته به درناوی کوي.
دمګړۍ د نړۍ ۱۲ هېوادونه د نوروز تمدني حوزې ګډونوال دي او دا ورځ نمانځي. افغانستان، ایران، عراق، هند، قزاقستان، پاکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، ازبکستان، اذربایجان او ترکیه هغه هېوادونه دي چې په ګډه یې نوروز په یونیسکو کې ثبت کړی دی او له همدې کبله دا د نوروز تمدني حوزې هېوادونو په نوم یادېږي.
د نوروز د تاريخ په اړه ډېر څه ويل شوي؛ خو د نوروز د پېداښت نېټه په کره توګه روښانه نه ده. ځينو روایتونو کې نوروز بابلیانو پورې تړل کېږي. د تاریخ پوهانو په خبره، د نوروز جشن د دې سیمې یو له پخوانیو او لرغونو تاریخي جشنونو څخه دی. فردوسي او ابو ریحان البیروني بیا دا ورځ د پېشدادي پاچا جمشید ته منسوبه کړې ده.