زابل کې د انټرساس د فعالیت درېدل؛ د طالبانو د عامې روغتیا د رییس شخصي غوښتنې یې لامل دی

۸صبح، زابل: زابل کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له خوا د انټرساس دفتر د فعالیتونو د درېدو خبر ورکوي.
د زابل له مرکز کلات ښار څخه ځایي سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ وايي، د انټرساس دفتر د دغه ولایت د روغتیا په برخه کې فعالیت کاوه.
د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې د دغه دفتر د فعالیت درېدل تایید کړي، خو د لاملونو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د خبرپاڼې له مخې زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې له امنیتي حوزو غوښتي، چې د انټرساس د مرکزي او سیمهییزو دفترونو کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورنهکړي.
په همدې حال کې د انټرساس له دفتر څخه سرچینې وایي، چې د دغه دفتر فعالیتونه زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس عبدالحکیم حکیمي د شخصي غوښتنو له نه منلو وروسته درول شوي دي.
د سرچینو په وینا حکیمي موده مخکې دغه دفتر ته په ورتلو د دې دفتر په ځینو برخو کې د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو او خپلو شخصي کسانو ته د ځینو ځانګړو امتیازونو غوښتنه کړې وه، خو د انټرساس د مسوولانو له خوا رد شوه.
دا لومړی ځل دی، چې زابل کې د روغتیا په برخه کې یوه فعاله موسسه خپل فعالیت دروي.