ژباړونکی: علي سجاد مولايي
سرچینه: دیپلمات
په تېرو وروستیو کلونو کې افغانستان کې د چین پانګه اچونه د ودې په حال کې ده؛ ځکه بیجینګ غواړي په دې هېواد کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ ته پراختیا ورکړي. د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې، یوه چیني شرکت د افغانستان په شمال کې د نفتو د ذخیرو د پراختیا او ودې لپاره د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ. د اپرېل په میاشت کې، د طالبانو رژیم اعلان وکړ چې د افغانستان د لیتیمو د ذخیرو د پراختیا او ودې لپاره له یوه چیني شرکت سره د مذاکرې په حال کې دي. په بېجینګ کې یو شمېر هیله من دي په هغه ځای کې چې لویو ځبرځواکو هېوادونو ماته خوړلې، بریالي شي او دغه هېواد چې په دې وروستیو کې بې ثباته شوی، امن کړي.
د افغانستان په خاوره کې د متحده ایالتونو، روسیې او بریتانیا د حضور پر خلاف، د چین ډېره لاسوهنه پر اقتصادي او ډیپلوماټیکو برخو متمرکزه ده. د طالبانو له اوسني رژیم سره د چین تعامل د یو شمېر لاملونو له امله له هغې ډلې د افغانستان له طبیعي سرچینو نه ګټه اخیستنې، د افراطي ډلو د ایډیولوژیو د پراختیا مخنیوي او په خپله د چین د ستراتیژیکو ګټو ټینګښت پورې تړلی دی. افغانستان د معدني او د زمکې لاندې د سرچینو لکه د ډبرو سکرو، نفت، مس، اوسپنې او لیتیم له اړخه غني هېواد دی او ښکاري چې چیني شرکتونه دغو سرچینو ته د لاسرسي لپاره ډېره لېوالتیا لري. پر دې سربېره، چین د خپل د کمربند او جادې د طرحې د یوې برخې په توګه په سیمه کې د خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ د پراختیا په لټه کې دی چې افغانستان ددغه ځنځیر کمزورې برخه ده چې د چین د سین کیانګ له سیمې تر اروپا پورې پراختیا مومي.
چین تر دا مهاله په بېلابېلو نوښتونو لاس پورې کړی دی، له بنسټیزو پروژو نیولې تر د کانونو او انرژۍ ودې پورې. یو له دغو مهمو پروژو څخه، د مس عینک په کان کې د مس د یوه لوی کان جوړول دي چې چین ته د نړۍ تر ټولو لوی د مس د ذخیرو د لاسرسي امکان په واک کې ورکوي. چین د اوسپنې او طلا د کان، د کرنې او دغه راز د نفت او ګازو د پراختیا د پروژو په برخه کې پانګونه کوي. بنسټیزو پرمختیايي پروژو کې د سړک او پلونو جوړول شامل دي. د سالنګ د لویې لارې جوړول او د کنړ او لغمان د سړکونو قیر کول د دغه پروژو بېلګې دي. راتلونکې برنامې د اوسپنې پټلۍ له لارې له پاکستان سره د اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان نښلول دي چې له افغانستان نه تېرېږي…
په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې اغېز ډېر پراخ دی او په بشپړ ډول د هېواد او سیمې لپاره د پام وړ پایلې له ځان سره لري. د بنسټیزو برخو وده د افغانستان د لېږدرالېږد د ښه والي په برخه کې مرسته کوي او طالبان هم له دې لارې د نقدو پیسو لاسته راوړلو ته ډېره اړتیا لري. طالبان چین ته د افغانستان د اقتصادي ودې د اصلي سهم لرونکو په توګه ګوري او ښکاري چې د لوېدیځ د مرستو له پای ته رسېدو وروسته د چیني پانګې اچونې زیاتوالي ته لېوالتیا هم لري. د چینایانو پانګې اچونې د افغانستان د اقتصاد له ودې سره مرسته کړې او په یو ډول یې طالبانو ته د مشروعیت زمینه برابره کړې ده چې په دې توګه غواړي د افغانستان عادي خلکو ته ثابته کړي چې کولای شي دا هېواد مدیریت او اداره کړي. د لیتیمو د پروژو په برخه کې پانګه اچونه چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوي دي، راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۱۰۰ زره دندې رامنځته کړي.
سربېره پردې، باید دې ټکې ته ډېره پاملرنه وشي چې د کاغذ پرمخ د تړونونو د لاسلیک او د واقعي پانګې اچونې د ودې ترمنځ ډېر توپیر شته. چین د افغانستان له پخواني دولت سره ډېر تړونونه لاسلیک کړل. د آمو د سیند پروژه چې داسې ویل کېدل د افغانستان لپاره به اوه میلیارده ډالره عاید ولري او درې زره دندې به رامنځته کړي، یو له دغو پروژو نه وې؛ خو یاده پروژه د چین د نورو پروژو په څېر د امنیتي ستونزو له امله پای ته ونه رسېده.
په افغانستان کې د متحده ایالتونو او شوروي حضور له زیاتو نښتو او ناخوالو سره مل وې چې د هر ډول ودې مانع ګرځېدل. خو دا مهال چیني سوداګر له دا ډول ستونزو سره مخ نه دي. اوسمهال د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو غبرګون یا هم د متحده ایالتونو پر وړاندې چې طالبانو یې مخالفت وکړ، هېڅ داسې معادل شتون نه لري. د تېر په خلاف، د افغانستان ټول ګاونډیان غلي دي او داسې کار نه کوي چې په سیمه کې د چین د طرحو مانع شي.
په افغانستان کې به د چیني شرکتونو لپاره اصلي ګواښ د داعش د خراسان څانګې د اسلامي دولت له لوري وي چې د افغانستان امنیتي چاپېریال یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. وبه ګورو چې آیا طالبان کولای شي د داعش د خراسان څانګې د اسلامي دولت پر وړاندې مبارزه کولای شي کنه. ددې کار په ترسره کولو سره، هغوی باید له یوې ترهګرې ډلې په یوه ملي دولت بدل شي چې د امنیت د ټینګښت ځواک ولري؛ هغه دنده چې له بې شمېره ګواښونو سره مل ده.
چینایان کېدای شي پوه شوي وي چې پیسې نه شي کولای یوه ستونزه حل کړي. په تېرو ۲۰ کلونو کې، متحده ایالتونو د افغانستان له پخواني دولت سره څه باندې ۲۵۰ میلیارد ډالره مرستې وکړې چې بېلابېلې پایلې یې لرلې.
د متحده ایالتونو تجربو وښوده چې سخاوت لرونکې مرستې نشي کولای پیاوړي دولتي بنسټونه رامنځته او دغه راز بروکراسي لمنځه او امن چاپېریال رامنځته کړي. د نړۍوالې ټولنې سره د مشارکت او پاېښت لرونکو اصلاحاتو په نشتون کې، ډېر کم احتمال شته چې چیني پانګې اچونې به په یوازې توګه د ټولنیز ژوندانه او اقتصادي ودې لامل شي. دا هغه مسایل دي چې د طالبانو اوسني رژیم د هغو د حل په اړه کوټلي ګامونه نه دي اخیستي، د ښځو په زده کړو بندیز د ټولنیز بدلون په اړه د طالبانو د سنتي لیدلوري ښکارندوی دی.
سربېره پر دې، چین له اوسني رژیم سره د تعامل لپاره خپل ستراتیژیک الزامات لري. د چین مشرتابه هیله من دي چې د پانګې اچونې له لارې به، طالبان اړ کړي ترڅو خپلې مذهبي طرحې یوازې په افغانستان محدودې کړي او دغه لیدلوری د سیمې نورو هېوادونو ته ونه لېږدوي. دا امر په تېره د سین کیانګ د پېښې په اړه ښه بېلګه کېدای شي؛ چېرته چې د چین دولت د اویغور د کورني مسلمانانو سره د بد چلند له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
چیني پانګه اچوونکي خپله هم د ۱۹۹۰ لسیزې د تکرار په اړه اندېښمن دي. لومړیو کې ټول هیله من وو چې طالبان به یو ملي او ټولګډونه دولت رامنځته کړي او له مخالفو ډلو سره به پخلا شي. دا کار د یوې ملي لویې جرګې له لارې شونی و او په پایله کې به طالبان اړ کېدل چې د افغانستان له اپوزیسیون او د مقاومت د جبهې له غړو سره د واک د وېش پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي. تر دا مهاله د دغې موضوع د ترسره کولو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
په تېر کې، دا ډول ماتې د کورنیو جګړو د رامنځته کېدو لامل شوې دي؛ ځکه هغه ډلې چې له سیاست او واک څخه ځان لیرې وګڼي، وسلې په لاس کې اخلي او په پایله کې هېواد د بېلابېلو ډلو ترمنځ وېشل کېږي. په دې دوره کې نشو کولای چې د تېر تکرار رد کړو. که چېرې دا ډول پېښه رامنځته شي، نه یوازې چې د چین ټولې پانګې اچونې به پای ته ورسېږي، بلکې د هغو ناوړه پایلې به په ګاونډیو هېوادونو هم اغېز وکړي. تر دې وړاندې، د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، په پاکستان کې یو شمېر بریدونه ترسره شوي چې په یاد هېواد کې یې د چین پانګې اچونې له ګواښ سره مخ کړي دي. چین د میلیاردونو ډالرو په اندازه په مرکزي اسیا او پاکستان کې پانګې اچونې کړي دي او د افغانستان کورنۍ جګړه یا هم د اسلام پاله ناوړه پېښې کولای شي دغه بدلونونه په جدي ډول له ګواښ سره مخ کړي.
که چېرې د چیني شرکتونو له لوري پانګې اچونې دوام ومومي، یو شمېر پوښتنې رامنځته کیږي چې ددغو پیسو څومره برخه د طالبانو خزانې ته بهېږي او له څومره اندازې یې د عایدو د زیاتوالي لپاره ګټه اخیستل کېږي چې کولای شي د افغانستان د عادي خلکو د ژوند د کچې په ښه والي کې مرسته وکړي. سربېره پر دې، د پیاوړو دولتي بنسټونو نشتون، دا اندېښنه راپاروي چې طالبان دې وکړای شي د روڼتیا په برخه کې تضمین رامنځته او له فساد سره مبارزه وکړي. د لویدیځو هېوادونو په نشتون او د کمزوري اقتصاد په لرلو سره، دا احتمال شته چې طالبان به په پایله کې داسې تړونونه لاسلیک کړي ترڅو چیني پانګوال پانګې اچونې ته وهڅوي.
دا چې چین غواړي په سیمه کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ ته پراختیا ورکړي، کېدای شي د نړۍوالې ټولنې له زیاتې څارنې سره مخ شي، په تېره د لوېدیځ په مشرتابه د نړۍوال له نظم سره چې د سیال په توګه یې پېژندل کېږي. متحده ایالتونه کېدای شي له افغانستان نه بهر شوي وي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو نه پرته په افغانستان کې لږ شمېر ګټې ولري، خو د هند په شان هېوادونه، په سیمه کې د چین پراخ نفوذ د خپل ستراتیجیکو ګټو لپاره ګواښ بولي. که طالبان داسې ډلو ته د پناه ورکولو زمینه برابره کړي چې نه یوازې متحده ایالتونه وګواښي، ترڅنګ یې هند هم تر خپل هدف لاندې ونیسي، دا موضوع به له خطره ډکه وي. د چین او هند اړیکو ته پام، کېدای دا موضوع په سیمه کې د شخړو د زیاتوالي لامل شي چې کولای شي د افغانستان او د اسیا سوېل ثبات او امنیت وګواښي.
په پای کې، په افغانستان کې د چین طرحه یوه پېچلې او څو اړخیزه موضوع ده چې د ټولې سیمې لپاره به مثبتې او منفي پایلې ولري. چیني پانګې اچونې د افغانستان د اوسني رژیم د پام وړ اړتیاوې پوره کړي دي، خو د روڼتیا او سیاسي ثبات له اندېښنو سره هم باید مبارزه وکړي. په افغانستان کې به د ثبات رامنځته کول د چین لپاره مهم کار وي.
داسې نه ده چې افغانستان د بېجينګ لپاره ډېر مهم وي. چیني سیاستوال کېدای شي له یو شمېر مهمو موضوعاتو لکه په وسلو د جاپان د بیاځلي سمبالولو، د (ایکاس) د ایتلاف رامنځته کولو، له متحده ایالتونو سره سیالي او له تایوان سره په نښتو کې بوخت شي. له همدې امله، د افغانستان د امنیت ټینګښت په سیمه کې د چین د نفود لپاره یو قوس رامنځته کوي، چې په کې د چین له لویدیځو سیمو تر فرات یعنې قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او ایران شاملېږي. دغه سیمه د لویو لارو، اوسپنې پټلیو له لارې له چین سره نښلول کېږي او د خپلو سرچینو ثروت د چین د صنعتي په برخه کې په لګښت رسوي. د دغه کار ترسره کول ځبرځواکو هېوادونو او متحده ایالتونو سره د سیالۍ په برخه کې له چین سره مرسته کوي.