۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ سخته نښته روانه ده.
سرچینې زیاتوي، چې دغه نښته پنجشنبه د غبرګولي پر ۲۶ د پنجشېر د شتل ولسوالۍ په ارزو دره کې پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
د سرچینو په وینا، دغه نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې طالبانو له څو لوریو د مقاومت جبهې پر پټنځایونو برید وکړ.
که څه هم د دغو نښتو تلفات روښانه نه دي، خو د مقاومت جبهې نن مازدیګر اعلان وکړ، چې د هغوی ځواکونو په ارزو دره کې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې او څلور پکې ناست کسان یې نیولي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ هم طالبانو په ارزو دره کې د مقاومت جبهې پر پټنځایونو برید وکړ، خو د دغې جبهې د ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو.