۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې څلور طالبان له مقاومت جبهې سره د نښتې په پایله کې وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان پنجشنبه د زمري پر ۶ د عنابې ولسوالۍ په دربند فراج سیمه کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښته د تېرې شپې له اتو بجو راهیسې په عنابه ولسوالۍ کې پيل شوې او څو ساعته یې دوام درلود.
تر اوسه د دې نښتې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه راپور نشته.
طالبانو او مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم په شتل ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه کاروان د مقاومت جبهې له یوه چریکي برید څخه راپورونه خپاره شوي وو. د سرچینو په وینا، د دغه برید په پایله کې ۱۲ طالب جنګیالي وژل شوي وو.