۸صبح، سرپل: سرپل ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې پنځه تنه د سختو واورو ورېدو په پایله کې د تړلو لارو او روغتون ته د نه رسېدو له امله مړه شوي دي.
ځایي سرچینې شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دې پنځو تنو کې دوې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په قلعهګک، چنارک او لرک کلیو کې یې روغتون ته د نه رسېدلو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دی.
د سرچینو په وینا دغه کسان پر موسمي ناروغیو اخته شوي وو او د ناروغیو د سختېدو له امله یې ساه ورکړې ده.
اخوا سرپل کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولانو ویلي، چې د دغې ادارې د کارکوونکو له خوا د بلخاب ولسوالۍ د لارو د پرانیستو لپاره هڅې روانې دي.
هغوی زیاته کړې، چې ټاکلې په نږدې ورځو کې د دې ولسوالۍ لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې اونۍ راهیسې د سختو واورو ورېدو په پایله کې د سرپل له مرکز سره د بلخاب ولسوالۍ لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.