د ښوونځیو د دوولسمو ټولګیو فارغانو له یو کلن ځنډ وروسته د کانکور ازموینه ورکړه. دا دولتي پوهنتونونو ته د زدهکوونکو د بریالي کېدو لومړۍ ازموینه ده چې د طالبان د دویم ځلي واکمنۍ لاندې ترسره کېږي. دا ازموینه د نورو کلونو برعکس د نجونو له پاره په متفاوت ډول جوړه شوې وه. د یو شمیر تحصیلي څانګو له ټاکنې څخه د نجونو بې برخې کول او دوی ته د دولتي تحصیلي بنسټونو محدودول، د تیرو کلونو په پرتله د سږ کال دوه ښکاره توپیرونه و. سره له دې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې د ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکړی، خو نجونې د طالبانو دښمنانه چلند ته په کتو ډاډمنې نه دي چې دا ازموینه به رڼه وي او که نه.
کریمه ثنا (مستعار نوم) یو ښځینه زدهکوونکې ده چې سږ کال یې له هرات ولایت څخه د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی. نوموړې د پوښتنو له حل کولو وروسته هڅه کړې چې د انتخاب په پاڼه کې د خپلې خوښې رشته پیدا کړي، خو په دې نه ده بریالۍ شوې. انجنیري ددې نجلې د خوښې رشته وه؛ خو څومره یې چې پلټلې، پر دې نه ده بریالۍ شوې چې د انتخاب په پاڼه کې دا رشته پیدا کړي.
کریمې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له انجنیري سره مې علاقه وه، د همدې علاقې له مخې مې درس وایه؛ خو کله مې چې په ازموینه کې ګډون وکړ، د ښځو له پاره انجنیري، ژورنالیزم او د کرنې ځینې برخې لرې شوې وې. اړه شوم د خپلې خوښې له رشتې صرف نظر وکړم.»
دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال کانکور ازموینې څلور ورځې وړاندې، د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د نجونو له پاره تحصیلي رشتې محدودوي. ددې وزارت د مسوولینو په وینا، دوی نجونو ته د هغورشتو د انتخاب اجازه نه ورکوي چې «دوی ته ګټورې نه وي» خو د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت دا په ډاګه نه کړه چې نجونې له کومو رشتو بې برخې کوي.
کریمه زیاتوي چې کلونه یې انجنیري پوهنځي ته د بریالي کېدو لپاره درس ویلی او زحمت یې ایستلی دی، خو د رشتو د ټاکنې پرمهال بیخي حیرانه شوې چې ولې ددې رشتې د ټاکنې حق نه لري. هغه زیاتوي چې له ناچارې ورځې یې بله رشته ټاکلې، خو لا یې هم پرېکړه نه ده کړه چې پوهنتون ته بریالي کېدو په صورت کې به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او که نه.
د تحصیلي رشتو لرې کولو ترڅنګ، د ازموینې پرمهال د نجونو د حجاب په اړه د طالبانو سخت چلند، بل هغه خنډ و چې د کانکور د ګډونوالو پر روحیه یې ناوړه اغیزه کړې ده. کریمه وايي، له نورو نجونو سره یوځای د پوښتنو په ځوابولو بوخته وه چې یو طالب راغی او د یوې نجلۍ پر جامو یې نیوکه وکړه. کریمه ددې شیبې کیسه داسې کوي: «موږ په ازموینه کې ناستې و چې یو طالب راغی فکر کوم وظیفه یې درلوده، ټولګي ته راننوت او زموږ یوې ټولګیوالې ته یې وویل چې څادر دې سم په سر کړه.»
هغه زیاتوي چې ټولو نجونو تورې جامې او بشپړ حجاب رعایت کړی و او ټولګي ته ننوتلې وې، خو د طالبانو استازي دا ناوړه چلند، د ټولو پر روحیه منفي اغیزه وکړه.
له هرات پرته په غزني کې هم نجونې د داسې کانکور د ازموینې شاهدانې وې. دوی وايي، سره له دې چې تیر یو کال یې هڅه کړې چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې رشتې ته لار پیدا کړي، خو د ازموینې پرمهال نهیلې شوې. د پوښتنو د حل له پاره د کافي وخت نشتوالی هغه مورد و چې دوی د ازموینې په بهیر کې یې زړتورې کړې او ډیری پوښتنې یې بې ځوابه پاتې شوې دي.
مرضیه په غزني کې د کانکور د ازموینې یوه ګډونواله ده. هغې غوښتل د هرات یا بلخ پوهنتون یوه رشته انتخاب کړي، خو وايي چې د انتخابونو په پاڼه کې دا پوهنتونونه شامل نه و.
د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت له هغې د پوهنتون ټاکلو حق اخیستی او مرضیه ددې له پاره چې د یوه کال خوارۍ یې په اوبو لاهو نه شي، اړه وه چې یو بل پوهنتون انتخاب کړي. مرضیه زیاتوي: «ازموینه ښه وه، خو د وخت په برخه کې یې زموږ سره زیاتی وکړ، یو نیم ساعت هم ونه شو چې زموږ پاڼې یې واخیستې. بله داچې غوښتل مې هرات او مزار ولایتونه انتخاب کړم، خو هغه ځایونه په انتخاب پاڼه کې نه و. ویې ویل چې نجونې اجازه نه لري، له کابل پرته لرې ولایتونه انتخاب کړي.»
په ولایتونو کې د کانکور ازموینې تر پای ته رسېدو وروسته، ټاکل شوې ده چې تر دریو راتلونکو ورځو پورې په پلازمېنه کابل کې هم ازموینه واخیستل شي. د هغو نجونو په وینا چې ټاکل شوې په دې ازموینه کې ګډون وکړي، ددې احتمال شته چې تیرو کلونو په پرتله د پلازمېنه د کانکور د ګډونوالو شمیر کم وي.
رقیه ندیم یوه له هغو نجونو څخه ده چې د کابل په کانکور ازموینه کې به ګډون وکړي. رقیه وايي چې د دوی د څلویښت کسیز ټولګي څخه یوازې شپږ زده کوونکو پرېکړه کړې چې په سږني کانکور کې ګډون وکړي. د نوموړې په وینا، یو شمیر ټولګیوالې یې له هېواده وتلې او یو شمیر نورې بیا د خپلې نامعلومې راتلونکې له امله نه غواړي په دې ازموینه کې ګډون وکړي. هغه زیاتوي: « په ټولګي کې ۴۰ نجونې و. څو ټولګیوالې مې خارج ته ولاړې او یو څو نورو بیا وویل چې ازموینه څه ګټه لري، کله مو چې راتلونکی نامعلومه وي.»
د رقیې د ټولګیوالو ترڅنګ سلګونو زده کوونکو د نامعلوم برخلیک له امله هېواد پریښی او لویدیځو او یا ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. یو شمیر هغه زده کوونکي چې لا هم په هېواد کې دي، سیاسي حالت، د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړلو او دغه راز د نجونو له پاره د کاري زمینې نشتوالي له امله زړتورې شوې، له دې وجې نه غواړي خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.
له بل لوري د کانکور ازموینې په ترسره کېدو کې یو کال ځنډ د ښوونځیو فارغانې نجونې نهیلې کړې دي. دوی وايي چې له وړ چمتوالي پرته د سیالۍ ډګر ته ورځي او ډاډمنې نه دي چې ایا پوهنتون ته د نجونو د لارموندنې په برخه کې به دا ازموینه رڼه وي او که نه.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه د تلې له ۱۳ تر ۱۶ پورې واخیستل شوه. نجونو او هلکانو په جلا ډول ازموینه ورکړه. ټاکل شوې چې په پلازمېنه کې د کانکور ازموینه د تلې پر ۲۱ واخیستل شي. دا ازموینه له هغو زده کوونکو اخیستل کېږي چې دوی باید د تیر کال د چنګاښ په میاشت کې د کانکور ازموینه ورکړې وای.
د طالبانو ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې له لوري اټکلي شمیرو پر بنسټ، ټاکل شوې د ۱۴۰۱ کال په کانکور کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۴۵ زره کسان ګډون وکړي. له دې جملې به ۱۱۵ زره زده کوونکي د لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته جذب شي. اقتصاد، انجنیري، وترنري، کرنه او کانونه هغه تحصیلي رشتې دي چې نجونې به پکې جذب نه شي. د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي اداره ددې بهیر د روڼتیا ډاډ ورکوي. تر دې مهاله لا روښانه نه ده چې ددې ازموینې پایلې به کله اعلان شي.