د مخکینیو پوځیانو د وژنو دوام؛ کونړ سیند کې د یوه مخکیني پوځي جسد موندل شوی

۸صبح، کونړ: کونړ ولایت کې یوې سیمه‌ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ٨صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دوه ورځې وړاندې په کونړ سیند کې د یوه پخواني پوځي مړی موندل شوی.

ځایي سرچینې سه‌شنبه د لړم پر ۱۷ وایي، دغه مخکیني پوځي شریف الله نومېده او د پخواني جمهوري حکومت پرمهال یې په ملي امنیت کې دنده ترسره کوله او په داسې حال کې یې جسد موندل شوی، چې لاسونه یې تړلي او ویشتل شوی و.

د کونړ اوسېدونکي په دې وژنه کې د طالبانو مستقیم لاس لرل یاد کړي.

تر اوسه په دې تړاو کونړ لپاره د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د محمد خان په نوم د امنیت د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان وژل شوی و.

ورته لیکنې

Back to top button