نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې وروسته غلو په کار پیل وکړ او له کورونو یې قیمتي شیان لوټ کړل.
د فرانسې خبري اژانس نن یکشنبه د فبرورۍ پر ۱۲ خبر ورکړ، چې د ترکیې پولیسو تر اوسه ۴۲ تنه له ویجاړو شویو سیمو څخه د قیمتي توکو د غلا په تور نیولي دي.
د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، له نيول شويو کسانو څخه پيسې، ګرځنده ټیلیفونونه، کمپيوټرونه، وسلې، سره او سپین زر او د بانک کارتونه ترلاسه شوي دي.
د ترکیې د هاتای ښار اوسېدونکې آیلین کاباسکل ويلي: «موږ د خپلو کورونو او موټرو ساتنه کوو، ترڅو لوټماران زموږ کورونه غلا نه کړي.»
ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې له امله په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي. په ترکیه او سوریه کې د دغو زلزلو د قربانیانو په اړه وروستي معلومات ښيي چې نږدې ۲۶ زره کسان وژل شوي دي.