ډېکر: موږ د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد د لاریونونو ملاتړ کوو

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د پرېکړې پر ضد د اعتراضونو له رامنځته کېدو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې له دغو لاریونونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
نن پنجشنبې، د مرغومي په لومړۍ نېټه، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې، کرن ډېکر په یوه ټویټ کې د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې د بیا غور غوښتنه وکړه.
مېرمن ډېکر لیکلي: «استعفا، احتجاج، غوسه، ناهیلي او عزم د ټولنې او ایمان تر منځ د پیوستون یوه ځواکمنه څرګندونه ده.»
په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیرې ټینګار کړی چې هېواد یې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز پر وړاندې روان مخالفت ویني، اوري او ملاتړ یې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز له امله په ټول افغانستان کې لاريونونه په پيلېدو دي.