کابل کې د خلکو لاريون؛ لاریونوال د طالبانو له ځپلو سره سره خپل لاریون ته دوام ورکوي

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له پرېکړې سره د مخالفت په موخه په کابل کې ښځې سړکونو ته راوتلې.

ښځینه لاریونوالی وايي، چې د دوی لاریون پنجشنبه د مرغومي پر لومړۍ نېټه پیل شو.

د لاريون کوونکو په وينا، دغه لاريون د کابل ښار له دهبوري څلورلارې پيل شوی دی.

دوی وايي، چې طالبانو د لاریون په پیل کې وسلې پورته کړې او یو شمېر لاریون کوونکي یې وهلي ټکولي او نیولي دي.

د لاریون کوونکو ښځو په وینا، طالبان هڅه کوي چې د دوی اعتراض وځپي. خو دوی په دې کار نه دي بریالي شوي او نه دي توانېدلي، چې د لاریونوالو روحیه کمزورې کړي.

له تېرې ورځې راهیسې د پیل شوي کمپاین له مخې ټاکل شوې نن په کابل کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اعتراض کې پراخ لاریونونه وشي.

ورته لیکنې

Back to top button