په کابل ښار کې یو شمېر رضاکاره ځوانانو، له زدهکړو پاتې شويو ۳۰۰ ماشومانو ته وړیا حضوري ښوونځی جوړ کړی دی. سره له دې چې دا ښوونځی په خلاصه فضا او پرته له هېڅ ډول امکاناتو جوړ شوی، خو د دغه ښوونیز بنسټ مسوولین وايي، هغو سیمو کې چې هېڅ ښوونځی نه وي، ماشومان هلکان او نجونې جذبوي او د دوو کلونو لپاره زدهکړې ورکوي. د دغو رضا کارو ځوانانو په وینا، ټاکل شوې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وړیا ښوونځي تاسیس شي. د زدهکړې ترڅنګ، دغو ځوانانو د زدهکړې او پوهنې اړوند برخو کې یو کمپاین هم د پلازمینې په لیرې پرتو سیمو او یو شمېر ولایتونو کې په لاره اچولی دی. ورته مهال ددغه ښوونځي یو شمېر زده کړیالان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د دولتي ښوونځيو بېرته پرانېستل کېدو غوښتونکي هم دي.
د رضاکاره مېرمنو په ګډون، وزیر خان او ۲۰ نورو ځوانانو، یو وړیا ښوونځی د «نني ماشوم» تر نامه لاندې د کابل ښار په لیرې پرته سیمه بت خاک کې، جوړ کړی دی. وزیر خان د دغه کار موخه «له پوهنې د وروسته پاتې ماشومانو زدهکړه» بولي.
نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «موږ خپل فعالیت له نن شپږ میاشتې وړاندې د ۲۰۲۲ میلادي کال په دسمبر میاشت د کابل په بت خاک کې پیل کړ. په هغه سیمه کې مو چې دا ښوونځی جوړ کړی، له پخوا نه تر اوسه پورې هېڅ دولتي یا هم خصوصي ښوونځی هلته نه و جوړ شوی او ددغه سیمې ماشومان ښوونځیو ته له تګ نه بې برخې پاتې وو.»
د خان په خبره، اوسمهال څه باندې ۳۰۰ ماشومان په بېلابېلو عمرونو دغه ښوونځي ته جذب شوي دي او ټاکل شوې ده چې د دوو کلونو په ترڅ کې په پنځو برخو کې زدهکړې ورکړل شي. نوموړی وايي: «اونۍ کې درې ورځې د دوو ساعتونو لپاره د ښوونځي پنځو مضمونونو پښتو، انګلیسي، سیرت النبي، رسامي او د بیان د فن په برخو کې، زده کوونکو ته په وړیا ډول زدهکړې ورکوو. د نجونو په ګډون زمونږ د زده کړیالانو عمرونه له ۵ تر ۱۷ کلونو پورې دي چې له دوو کلونو زدهکړو وروسته کولای شي دولتي ښوونځیو کې هم شامل شي او په بشپړ ډول چمتوالي سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. ځکه زمونږ په اند په دولتي ښوونځیو کې هغه کتابونه چې د لومړي ټولګي لپاره په پام کې نیول شوي دي، ډېر ستونزمن دي، هغه ماشومان چې په مستقیم ډول د دولتي ښوونځیو لومړیو ټولګیو کې شاملیږي، په سم ډول یې نشي زده کولای. تر دې چې کله فارغیږي، سم لیکل هم نشي کولای.»
سره لدې کوم ښوونځی چې رضاکارو ځوانانو د کابل په بت خاک سیمه کې جوړ کړی، په خلاصه فضا کې دی چې میزونه او څوکۍ نه لري، خو ډیر شمېر ماشومان په مینې او علاقې او دغه راز د ژمي په سړه هوا کې هلته ورځي. ددغه ښوونځي بنسټ ایښوونکی وزیرخان، له خیررسوونکو او بنسټونو چې د زدهکړې په برخه کې کار کوي، د لا زیاتو امکاناتو برابرولو او د ښوونځي د ودانۍ جوړولو او زده کړیالانو لپاره د ښوونیزو د لوازمو د چمتوکولو غوښتونکی دی. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې یوشمېر رضاکاره ځوانان، د هېواد د ولایتونو په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې نور وړیا ښوونځي هم جوړ کړي.
د زدهکړې ترڅنګ، دغو ځوانانو د کابل په لیرې پرتو سیمو کې د کورنیو او یو شمېر ولایتونو لپاره د زدهکړې او تحصیل اړوند د عامه پوهاوي کمپاین هم په لاره اچولی دی. وزیرخان وړاندې وايي: «مونږ په دوو برخو کې کار کوو؛ یوه برخه هغه یې د ښوونځي جوړول ؤ او بله برخه هغه یې د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچول دي. زمونږ همکاران د کور په کور کمپاین په ترڅ کې د کابل لیرې پرتو سیمو ته ځي او کورنۍ د تعلیم او زدهکړې د ګټو او دغه راز له مخدره موادو نه د ګټې اخیستنې د مخنیوي، روغتیا او حقوقو په اړه هغوی ته عامه پوهاوی ورکوي.» لکه څرنګه چې رضاکاره ځوانان زیاتوي، هېڅ فرد یا بنسټ له هغوی نه ملاتړ نه کوي، بلکې په رضاکار او ویاړلي ډول فعالیت کوي.
په ورته مهال د «نن ماشوم» د ښوونځي یو شمېر زدهکوونکي د دغه ښوونځي د تاسیس له امله د خوښۍ په څرګندولو، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د دولتي ښوونځیو بېرته پرانېستل کېدو غوښتونکي دي. ثریا، د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکې په داسې حال کې چې پر شونډه یې خندا خوره ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:«زه ډېره خوشحاله یم دا چې دوه میاشتې کیږي ښوونځي کې شامله شوې یم او زدهکړه کوم.»
عابد د دغه ښوونځي بل زدهکوونکی دی چې د سړې هوا له امله یې مخ چاودي کړي دي. د یوې ډبرې پر سر ناست او په زدهکړو بوخت دی. عابد وايي: « مونږ له ډیرو ستونزو سره مخ یو. ټولګي، میزونه او څوکۍ نه لرو، خو بیا هم راځو او ددې لپاره چې په سیمه کې مو ښوونځی نشته، په لمده او واورینه ځمکه ناست او درس وایو. غواړو چې زموږ لپاره ښوونځی جوړ شي.»
نجیب الله د دغه ښوونځي یو بل زدهکوونکی، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتونکی دی.
یو شمېر ځوانانو په داسې حال کې وړیا ښوونځی جوړ کړی دی چې په دې وروستیو کې (یونیسف) یا د ملګرو ملتونو له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق، څو موده وړاندې اعلان کړی چې اوسمهال لږترلږه ۴.۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له زدهکړو بې برخې دي. یونیسف د لمریز روان کال د لیندۍ په ۱۸ مه نېټه په خپل راپور کې لیکلي دي چې له زدهکړو د بې برخې شویو ۴.۲ ماشومانو له ډلې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
دغه سازمان ویلي دي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۳۰۰ زره ماشومانو سره مرسته کړې ده او د راتلونکي کال لپاره، د ۱.۶۵ میلیارد ډالري مرستو ته اړتیا لري.
د ویلو دي چې طالبانو پر هېواد له بیاځلي واکمندیدو سره، د نجونو پرمخ د منځنیو او لېسو ښوونځیو دروازې وتړلې؛ هغه اقدام چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي څو ښځې او نجونې د کار له حق او زدهکړو نه بې برخې نکړي او ژرترژره دې د نجونو پرمخ د منځنیو او لېسو ښوونځیو دروازې خلاصې کړي؛ خو ددغې ډلې چارواکي تل استدلال کوي چې ښوونځیو ته د نجونو د بیاتګ لپاره شرایط برابر شوي ندي.