پرون (سه شنبه د جنورۍ۲۴مه) په ټوله نړۍ کې د زده کړو نړیواله ورځ وه. د نړۍ ټول هېوادونه په دې پوهېږي، چې هر څومره چې یې ښوونیز نظام اوسمهالی ، ښه او اغېزناک وي، هغومره به یې د خلکو ژوند ښه وي او راتلونکی به یې روښانه وي. هیوادونه پوهیږي چې پر زده کړو کې پانګونه د څو نسلونو پر راتلونکي کې پانګونه ده. د زده کړې له لارې خلک د بدن او روح روغتیا او د عقل او ذهن هوساینه ترلاسه کوي او په ټولنیز ژوند کې به یې انعکاس ثبات او ټیکاو او ورپسې پایښت او ویاړ وي.
د ښوونې او روزنې اصلي عناصر زده کونکی، ښوونکی، ښوونیز پروګرام، ښوونیز چاپیریال او درسي مواد دي، او هغه څه چې دا ټول مطلوبې پایلې ته رسوي، ښوونیزه فلسفه ده، چې لوی لرلیدونه او وروستۍ موخې بیانوي. ښوونیزه تګلاره هم پرهمدې فلسفه ولاړه ده. د هر یوه یادشوي عنصر لپاره، ځانګړتیاوې او شرایط شته چې متخصصینو په ګوته کړي او نن ورځ په دې اړه په پراخه کچه کتابونه، مقالې او منظمې تیورۍ شته. په حقیقت کې نننۍ پېچلې نړۍ او په دې پېر کې د انسان پیچلي ژوند، له یوه وړ او د دې وخت له اړتیاوو سره سم ښوونیز نظامه پرته، له بندون سره د مخ کېدو لامل کیږي. د نړۍ ټول ملتونه هلې ځلې کوي چې د خپل ښوونیز نظام کارندوالی لوړې کچې ته ورسوي څو د خپلو خلکو ژوند ښه کړي او د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې نه شي.
په نړۍ کې د راتلونکي د خپلولو لپاره سخته سیالي روانه ده او د راتلونکي ساحه له ځمکې نه تر بې پولې فضا پورې پراخه شوې ده. په ځمکني ژوند کې د روبوټونو او ماشینونو په مرسته د ژوند په اسانتیاوو او د طبیعي زیرمو پر استخراج تمرکز کيږي او په فضايي پروګرامونو کې، د پټو امکاناتو او فرصتونو پر موندلو تمرکز کيږي چې کیدای شي د انسان ژوند په بنسټیز ډول بدل کړي. هغه پوښتنې چې په دې لاره کې شته، څو سوو یا څو زرو کلونو ته د عمر د اوږدولو امکان، پر بوډاتوب د برلاسۍ امکان، ان د مرګ د ماتولو او د ابدیت سرحد ته د رسیدو د امکان په اړه دي. همدارنګه، ایا دا ممکنه ده چې د کيهان په ساحه کې د رڼا په سرعت سفر وکړو؟ آیا د کهکشانونو بلې خوا ته د تونل لپاره یو منځنی لاره موندل کیدای شي؟ ایا دا ممکنه ده چې په تور غار کې د وخت نه لرونکې نړۍ په اړه پوهاوی ترلاسه کړای شي؟ ایا د کوانټم پوهه به د موازي نړۍ او د وجود له نورو اړخونو پرده پورته کړي؟
د نړۍ دې لورته، يعنې په افغانستان کې د پوهنې نظام وروستۍ ساه اخلي. نه د ښوونکي معاش او نه د هغه مقام په پام کې نیول کیږي. تعلیمي اسانتیاوې له حد اقلي کچې زیاتې نه دي. ښوونیز پروګرام په داسې ایډیالوژیک نظام بدلیږي چې ګمراهي او خرافاتو د علم ځايناستي معرفي کوي او د پوښتنې او لټون پر ځای د تقلید او پیروي زده کړه ورکوي. د واکمن ښوونيزه فلسفه د جنګیالیو او ترهګرو روزل دي چې د سترو قدرتونو له ګټو سره سمې نیابتي جګړې پیل کړي چې موخه یې د ګاونډيو هېوادونو ناامنه کول او سیمه له بحران سره مخ کول دي. هغه ورځ چې نړۍ د پوهنې د نمانځلو لپاره ځانګړې کړې، د افغانستان د پوهنې د نظام لپاره د وير او ماتم په ورځ بدله شوې ده او نسلونو ته د داسې تور او وېروونکي راتلونکي زېری ورکوي، چې افراطي افکار به يې د مغزو تر هډوکو نفوذ کوي او په تړلو سترګو او له عقدو په ډکو ځانونه د آخرالزمان د جګړې غږ پورته کوي.