بیدیا وچه او مرید تږی و. پیر په شګو کې د پاتې شویو ګامونو بهیر ته کتل.
مرید وپوښت : د جګړې په هکله راته ووایه !
ببرسري له شګوڅخه سترګې راپورته کړې :
(( جګړه د انسان د حرص او ځواکغوښتنې دغریزې پرمټ هغه کرغېړنه کړنه ده، چې دواړه لوري یې ( حق) ګڼي. جګړه د هوښیارو سیاستوالو تلقین دی، چې کمعقله وګړي په ولولو راولي او دوی ورته خپلې وینې نذرانه کوي. جګړه، همدا اوس، په دې بیدیا کې، زما وینو ته ستا تنده ده، چې که ته له تندې څخه مرګ ته نږدې شې، نو د څښلو لپاره زما د وینو د بهولو مشروع لاره په خپله عقیده کې لټوې.
پوه شه ! جګړه د ګټو، واک او ځواک لپاره د انسان د وحشت تمثیل دی، چې د شرافت حماسي جامه ور اغوندي او د خونړي وحشت څېره د ( غیرت ) ترشا پټوي .))
مرید تږی و، خو د ببرسري وینا یې تنده ترې هېره کړه، هومره چې په شګو کې یوه بهېدونې چینه یې هم ونه شوه لیدلای .
ببرسری یې وپوښت :
څوکاله مخکې چې پر دې لاره تېریدو؛ روانې اوبه ، شنه بوټي او ګورې ونې ولاړې وې، دالوتونکیو غږونه وو او خوږه وږمه چلېده، خو اوس دلته کورنه او ډبرین دیوالونه دي، بد بوی دی، ایا انسان د طبیعت دوښمن دی؟
پیر ځواب ورکړ:
دا بد بوی د انسان د حرص ، کمعقلۍ او لنډپارۍ دی.
طبیعت سخي دی. دهرڅه لپاره ځای لري. دا حضرت ( انسان ) دی، چې خپل عقل سم نه کاروي او په شنو سیمو کې کورونه او کلي جوړوي. د غرو لمنې، کوشنۍ غونډۍ او ډاګونه د اوسېدو لپاره دي او کروندې، ځنګلونه او ورشو ګانې د رزق، ښکلا او سمسورتیا لپاره.
دا مخلوق په خپل خیر نه پوهیږي، هغوی چې د خپلو ګټو لپاره یوبل سره وژني، پر طبیعت به نو څه رحم وکړي.
مرید، سوچ ته ولاړه او دڅو شیبو لپاره پر خپل هویت او ماهیت پښېمانه شو، هیله یې وکړه چې کاشکې یوښکلی مرغه وای نه حضرت انسان !
د ښار په دروازه کې خبر شول، چې د ښار خلک ناروغان دي، خو دا څه عجیبه غوندې ناروغي وه. د ښار خلکو عاطفه نه پېژندله او زړه خوږی یې هېر شوی و. خلک بنګساره وو، ګومان یې کاوه، چې د بل ښاري ځورول ( خیر مطلق ) دی.
چې ښارته ورننوتل؛ یوه ډله ماشومان پرې راټول شول، ببرسري په مینه مینه ورته وکتل، یو ماشوم راغی او د پیر له پښو یې غېږ چاپېره کړه، پیر ورکوز شو او ښکل یې کړ، مرید هم څو ماشومان په غېږ کې ونیول. خلک حیران شول، چې دوی څه کوي؟ دا پردي مساپر ولې د دوی له ماشومانو سره مینه کوي؟ ځکه ښاریانو مینه او پرماشومانو مهرباني نه پېژندله…