بې پولې ډاکتران: افغانستان کې د کار د دوام لپاره هېڅ تضمین نشته

۸صبح، کابل: بې پولې ډاکترانو په یوه بیانیه کې ویلي، هېڅ رسمي تضمین نشته چې دغه سازمان وکولای شي په افغانستان له خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

بې پولې ډاکترانو جمعه د مرغومي پر ۲۳ ویلي، ډېری ښځې چې په دغه بنسټ کې کار کوي ناهیلې شوې دي او د خپل راتلونکي په اړه وېره لري.

په بیانیه کې راغلي، چې ښځې په افغانستان کې د دغه بنسټ ۵۱ سلنه روغتیایي کدر جوړوي، چې ۹۰۰ ډاکترانې، روغتیاپالې او نور کارکوونکي پکې شامل دي.

د دغه بنسټ په وینا په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو  په پرېکړې سره افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

د بې پولې ډاکترانو د بیانیې په یوه برخه کې راغلي: «په روغتون کې موږ ډېر ناروغان لرو چې ښځې دي. کله چې ناروغي ورته پېښيږي یا زېږون کوي، باید یو ځای وي ترڅو ورشي.»

بې پولې ډاکترانو زیاته کړې: «د یوې ښځې روغتیا د هغې د کورنۍ پر روغتیا اغېز کوي. له زېږون مخکې او وروسته خدماتو ته د نه لاسرسي په صورت کې د ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کېږي.ِ»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د ښځو د کار له ممنوعیت وروسته یو شمېر خدماتي، روغتیایي، روزنیزو او مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

ورته لیکنې

Back to top button