د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره د دوحې روغه جوړه؛ ليدلوری او ننګونې

عطاءالله فاضل

د دوحې مذاکرات د امريکا متحده ايالاتو په نوښت او د قطر دولت په کوربتوب پیل شوي دي. دا د روغې جوړې لومړنۍ غونډه نه ده او ښايي وروستۍ هم نه وي، چې د افغانستان د شخړې د ختمولو لپاره له هېواده بهر ترسره کېږي. مخکې په مسکو، دوحه، بُن او څو نورو ښارونو کې هم ورته مذاکرات شوي وو چې تر دې دمه يې کومه پايله نه ده لرلې او په هېواد کې سوله نه ده تجربه شوې.
له جګړې رامنځته شوي تلفات او زيانونه ډېر زيات او د حیرانتیا وړ دي او بده یې لا دا چې د تېرو څلورو لسيزو جګړو او شخړو په تېرېدو سره، اوس هم د سولې په لور د هيلې کوم څرک نه ليدل کېږي!
په دې وروستيو کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو بهير په پيلېدو سربېره هم د ورځې په منځني ډول له ۵۰ تر ۶۰ پوځیان او ملکي وګړي وژل کېږي. د مذاکرات له پيلېدو مخکې د طالبانو په اړه د افغان دولت او عامه افکارو وړاندوينې داسې وې چې دا ډله به د پاليسۍ او سياسي تګلوري په بدلون سره ښایي د حزب اسلامي په څېر په هېواد کې د سولې خبرو اترو ته چمتو شي او د افغاني ټولنې او دموکراتيک نظام واقعيتونه ومني!
د دوحې ناستې په پيل کې دا اټکلونه برعکس ثابت شول او طالبانو څرګنده کړه چې د دوی په ستراتيژۍ او سياسي تګلارې کې په لږه اندازه بدلون هم نه دی راغلی!
د مدرنې حکومتولۍ، دموکراتيک نظام، د ښځو حقونو، د مذهبي او قومي لږکيو حقونو او د اوسني نظام د دوو لسيزو لاسته راوړنو پر وړاندې همدا ټینګار او درېدل، مذاکرات په پيل کې له چلنج سره مخ کړل. په پيل کې د بندون له امله د خبرو د پرمختګ په اړه وضاحت نه ورکول کېږي.
د جګړې تر ختمېدو پورې جګړه
په دوحه کې د مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د جګړې زوراخستل، هغه تاکتيک دی چې طالبان هڅه کوي له دې لارې يو ډول خپل ځواک وښيي! د طالبانو واقعيت همغه دی چې د غوښتنو او د مذاکراتو له مخکې شرطونو يې څرګندېږي او هغوی غواړي د جبر او زور پر بنسټ ولاړ نظام پر افغانانو ومني او د جګړې له لارې برلاسي شي.
په جګړې او سياست کې دا تاکتيک نوې ښکارنده نه ده. د ويلسون نظريه چې وايي: «د جګړې تر ختمېدو پورې جګړه» د يو ښه پيل لپاره يو وحشتناکه پای ګڼل شوی دی. ودرو ويلسون (۱۸۵۶-۱۹۲۴)، د امريکا ۲۸م ولسمشر په خپله تاريخي وینا کې چې د پخلاینې لپاره ځانګړې شوې وه او په کانګرس کې یې کړې وه، د «د جګړې تر ختمېدو پورې د جګړې» خبره یې کړې وه.
د نوموړي په دې وينا کې د جګړې د پای ته رسېدو د څرنګوالي په اړه څوارلس ټکي ذکر شوي ؤ چې «د نيلسون څوارلس ټکي» په نامه شهرت لري. هغه وايي چې موږ جګړه کوو او جګړې ته تر هغه وخته دوام ورکوو چې جګړه ختمه شي.
طالبان هم د مذاکراتو مېز ته ناست دي او هم د جګړې په ډګر کې هڅې کوي. هغوی هره ورځ پر افغان پوځیانو بریدونه کوي، ماينونه ږدي، دولتي تاسيسات او لارې ویجاړوي او په بېلابېلو طريقو تاوتريخوالی زېږوي.
کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو دا تاکتيک ددې ډلې د سياسي موخو او د دوی په بهرينو ملاتړو پورې تړاو لري.
په بل عبارت د برلاسي موقعيت تعيينول چې د مقابل لوري لپاره د منلو وړ نه دی او د هغه عملي کول د طالبانو لپاره په ملي او نړيواله کچه بياځلې سياسي ژوند ګڼل کېږي. نېږدې تېره یوه مېاشت کې د دوحې په غونډه کې اسانۍ او نرمښت کومه نښه نه ده تر سترګو شوې او لا تراوسه د تماس ډلې په دې نه دي لاسبري شوي چې د مذاکراتو کاري کړنلاره بشپړه کړي او لا یې هم ترمنځ اختلافات شته دي. نو په همدې اساس ويلی شو چې دا بهیر مخکې له دې چې پيل شي، له بندښت سره مخ دی او څه پرمختګ يې نه دی کړی.
د قدرتونو د اجماع نشتون
لکه څرنګه چې يادونه وشوه په دوحه کې د سولې مذاکرات د امريکايانو نوښت دی او د افغانستان د جګړې او سولې په مسائلو کې د قدرت لرونکو هېوادونو نه حضور ددې بهیر پر وړاندې اساسي جرړه ګڼل کېږي.
چين په سيمه کې يو ځواکمن او له پاکستان سره نږدې اړيکو لرونکی هېواد دی چې له ديپلوماتیک او ايديولوژيک پلوه پر طالبانو خپل نفوذ لري. چينايان کولی شي چې پر پاکستان له مستقيم نفوذه د سولې په بهير کې، د چين د راتلونکې لپاره ګټور اقتصادي لرليد برابر کړي.
د «يوه لاره، يو کمربند» د لويې پروژې په پلي کولو کې افغانستان له چين سره متحد دی. روسيه، ايران او ترکيه هم د افغانستان په سياسي معادلاتو کې فعال رول لري، خو په دې مذاکراتو کې يې مستقيم رول نشته. له ايران سره مخکينيو اړيکو ته په کتو؛ طالبانو د مذاکراتو په پیل کې د حنفي فقې په رسمي کېدو ټينګار درلود او ددې داعيې عمل کېدل به د ايران له مذهبي اړیکو سره سمون ونلري. له ټولو مهم د افغانستان په شخړه کې د هندوستان او پاکستان رول هم د پام وړ دی چې د سولې په بهیر کې په اساسي توګه شريک نه دي او په افغانستان کې د سولې د ټيکاو لپاره اجماع نلري.
د ملګرو ملتونو انزوا
د ملګرو ملتونو نړيوال ارزښت او د سولې په مسائلو کې يې تاريخي رول ته په کتو، ياد سازمان د دوحې په ناستو کې مستقيم رول نلري. د ملګروملتونو سرمنشي د ښکېلو اړخونو لخوا هوکړې ته د رسېدو او د امريکا متحده ايالاتو د رول په تړاو د هیله بښوونکي نظر په وړاندې کولو بسنه کړې ده. د ملګروملتونو له رامنځته کېدو راهيسې دا سازمان د بېلابېلو شخړو په پاي ته رسولو، د اوربند په ټينګېدو او په مختلفو هېوادونو کې د سولې په پرمختګونو کې مهم او اغېز لرونکی رول لرلی دی. د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو له لوري لومړنی ګام په کال ۱۹۵۶ کې د فرانسې، بریتانیې او اسراييل له لوري د مصر د ځينو برخو له اشغال وروسته پورته شو.
د پاکستان او هند د سرحدي حدودو تعيينول، د قبرس او لبنان د شخړو حلول، د نامبيا، ګواتیمالا، موزامبيک په څېر هېوادونو او په لسهاوو نورو هېوادونو کې د سولې، ټيکاو او د وسلو ټولول، د ملګرو ملتونو تاريخي فعاليتونه دي چې د شخړو په ختمولو او د سولې په پرمختګونو کې يې ترسره کړي دي.
د افغانستان د شخړې څرنګوالي او توپير ته په کتو بايد د سولې چوکاټ او د شخړو دايمي له منځه تلل د ملګرو ملتونو او د افغانستان په جګړه او سوله کې د ښکېلو لويو هېوادونو له لوري تعريف شي. په همدې اساس د دوحې مذاکراتو دا ډول دوام له ستونزو سره مخ شوي او د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو په نشتون کې به ددې خبرو اترو دوام بې پايلې وي. اټکل کېږي که کوم تړون هم رامنځته شي؛ نو اجرايي ضمانت به يې د افغانستان په اداره کې، د طالبانو له حضور او نه حضور وروسته ستونزمن او يا هم ناشونی وي.
ارګ او سپيدار
د ارګ او سپيدار ترمنځ له ټاکنو رامنځته شوي اختلافات اوس هم لا په خپل ځای دي. په وروستيو ورځو کې د دواړو لوريو نوماند وزيران اعلان شول چې لا تراوسه پارلمان ته نه دي ورپېژندل شوي. د دوحې په پرانيستونکې ناسته کې د ډاکتر عبدالله عبدالله یوې څنډې ته ګډون او پاکستان ته د نوموړي سفر هم د توافقي دولت اختلافات برسېرن کړي دي او د توافقي حکومت له منځه تلو او د موقت يا عبوري حکومت رامنځته کېدو په اړه يې د ښاغلي غني اندېښنې ډېرې کړي دي.
په اوسني وخت کې د افغانستان برخليک د سوماليا وضعيت ته ورته والی لري، چې د بهرنيو مرستو له بندېدو وروسته سياسي اختلافات او قومي شخړې پکې ډېر شوې او په پايله کې يې کورنۍ جګړې او ډېرې ناارامۍ له ځان سره درلودې.
همدارنګه په يو بل ورته وضعيت کې له انګولا څخه د پرتګالي ځواکونو له وتلو وروسته شرايط داسې عيار شوي ؤ چې د انګولا جمهوري هېواد خلک په کورنيو شخړو کې سره ښکېل شول او دغو شخړو تر ۱۹۹۲ کال پورې (۱۵ کلونه) دوام وکړ.
نو تاريخي واقعيتونو او د جګړې، ناامنيو او بين الحکومتي اختلافاتو ته په کتو، داسې انګېرل کېږي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې امريکايانو؛ ملګري ملتونه، سیمه ييز قدرتونه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه څنډې ته کړي او د سولې په بهیر کې به بريالي نه شي.

ورته لیکنې

Back to top button