• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په ۴۵ ورځو کې د ۸۰۰ غلو نيول: کـابــل اوس هـــم د غـلـو مـرکـز دی!

حسيب بهش

حسيب بهش حسيب بهش
۳ لړم/عقرب ۱۳۹۹ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۰ [t_time:1603555128]

په داسې شرايطو کې چې پوليس د جنايي جرمونو د کموالي خبر ورکوي، خو خلک په دې باور دي چې کابل د غلو په مرکز بدل شوی دی! په کابل کې د وسله والو غلو له لوري د يو تازه فارغ شوي زده کوونکي وژل کېدو، په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو نيوکې راپارولې دي. ځینې کابل ښاریان په دې باور دي چې پوليس د غلو او لوټمارانو په نيولو کې پاتې راغلي دي او آن ځينې حوزې له غلو سره لاس لري. خو د کورنيو چارو وزرات د کابل ښار د وضعيت په درک کولو سره وايي چې پوليسو د ميليوني ښار د جرمونو په کموالي کې هڅه کړې او اړتيا ده چې په پلازمېنه کې د جرمونو د کچې د کموالي لپاره، کابل ښاريان د ملي تړون په پروګرام کې همکاري وکړي.
ددغه وزارت په وينا؛ په تېره يوه نيمه مياشت کې يې په کابل کې ۸۰۰ غله نيولي چې له ۱۲ نيولې تر ۲۲ کلونو عمرونه لري. د چارواکو په وينا که څه هم د پوليسو له لوري د مجرمينو د نيولو لړۍ دوام لري، خو د جنايي جرمونو له امله د يوې وژنې ثبتولو زماني بهیر ددې سبب ګرځي چې خلک د پوليسو لاسته راوړنې په پام کې ونه نيسي!
د پوځي چارو کارپوهان وايي چې نننی کابل له پخواني سره توپير نه لري او د جنايي جرمونو د کچې ډېرېدل يوازې د پوليسو په چوکاټ کې اداري کمزورتيا ده او همدا لامل دی چې په پوره جديت سره د جرمونو پر وړاندې مبارزه نشي کولای.
کابل ښاريان په دې وروستيو کې له جنايي جرمونو د رامنځته شويو وژنو په ډېرېدو نيوکې لري. په وروستۍ پېښه کې ۲۰ کلن رامين يوسفي چې تازه يې د پولي تخنيک پوهنتون مهندسۍ څانګې ته لاره موندلې وه، د تلې مياشتې په پنځلسمه نېټه، ماښام مهال د غلو له خوا ووژل شو. پر دې سربېره د تېرې يوې اونۍ په لړ کې، د بېلابېلو امنيتي حوزو د مسؤلیت په ساحو کې د وژنو موارد ثبت شوي دي چې په پلازمېنه کې د روان وضعيت له امله يې د خلکو توندې نيوکې راپارولي دي.
ښاريان په دې باور دي چې له غلو سره د پوليسو لاس لرل او د کورنيو چارو وزارت نه پاملرنه ددې سبب شوې چې په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د کچې لوړوالی بيخي ډېر شي. د دوی په وينا کابل ښاريان په وروستیو ورځو کې له نااټکلېدونکو پېښو وېره لري او آن د ورځې په اوږدو کې هم په اسانۍ په ښار کې تګ راتګ نه شي کولی.
د کابل ښار اوسېدونکي مرتضی حسيني له ۸صبح سره په خبرو کې ووېل چي تېره اونۍ د دارالامان په سړک له وسله والو غلو سره مخ شو او هرڅه چې ورسره ؤ؛ ټول يې ترې اخیستي دي! د نوموړي په وينا ياده موضوع يې په سيمه کې له نږدې امنيتي پوستو سره شريکه کړه، خو پوليسو هغه ته یوازې د ډاډ په ورکولو سره، هیڅ هم کوم ونه کړل.
د کابل اتمې امنيتي حوزې اوسېدونکی ذبيح محمدي وايي چې ددې حوزې په ځينو برخو کې غله په آسانۍ سره خلک دروي او د هغوی جېبونه خالي کوي. نوموړی وايي: «په ځينو ورته پېښو کې له مجرمينو سره له جدي چلنده ډډه کېږي!»
د نوموړي په باور ښاريان اوس په داسې وضعيت کې دي چې چمتو دي هر هغه څه چې ورسره وي غلو ته یې ورکړي، په دې شرط چې څه زيان ورته ونه ورسوي! خو د کورنيو چارو وزارت بیا وايي که څه هم د تېر کال په پرتله په کابل کې د جنايي جرمونو کچه پنځه سلنه ټيټه شوې ده، خو اړتيا ده چې خلک د وضعيت د کنټرول لپاره له پوليسو سره همکاري وکړي او ملي بسيج رامنځته کړي.
اصلي ستونزه چېرته ده؟
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پنځه ميليوني ښار کنټرولول، په ۱۰ زره پوليسو سره ستونزمن کار دی او بايد خلک د جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په ملي همکارۍ کې را ګډ شي. د کورنيو چارو وزرات وياند طارق آرين تېره جمعه د وږي په ۱۸مه له ۸صبح سره په خبرو کې ووېل چې دغه وزارت په تېرو دوو اونيو کې له خلکو سره په ګډه، د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې هڅې پيل کړې چې ښه پايله يې لرله.
نوموړي که څه هم د کابل ښار پنځمه امنيتي حوزه يوه «جرم زېږوونکې» سيمه ګڼي خو ويې وېل چې د خلکو په همکارۍ، د تېرو دوو اونيو په لړ کې، په جنايي جرمونو کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د ښاغلي آرين په وينا نيول شوي وګړي د ۱۲ او ۲۲ ترمنځ عمرونه لري چې دا ددې څرګندونه کوي چې بېوزلي، وزګاري، نیمګړې زده کړه او کورنۍ ناسمه روزنه يې لاملونه دي.
د کورنيو چارو وزرات د وياند په وينا، پوليس پخپلو هڅو هره ورځ مجرمين نيسي! خو د نوموړي په وينا خلک اوس هم قانع نه دي او د جنايي جرمونو په برخه کې يوه وژنه ددې لامل کېږي چې خلک د پولیسو ټولې لاسته راوړنې له پامه وغورځوي.
د کورنيو چارو وزارت شمېرې ښيي چې پوليسو په تېرو شپږو مياشتو کې لږترلږه ۱۱ زره جنايي مجرمين د هېواد په ګوټ ګوټ کې نيولي دي. په ورته وخت کې ښاغلي آرين په خپلو خبرو کې وويل چې اړتيا ده يو لوی بسيج رامنځته شي چې اړوند بنسټونه، ښوونيزې او رسنيزې ادارې هم په کې برخه واخلي! ځکه د کورنيو چارو وزارت د وياند په وينا تربيتي، ټولنيز او رواني بسيج کولی شي د جرايمو د کچې په کموالي کې اغېزناک رول ولوبوي.
د کورنيو چارو وزارت په وينا، پوليس اوسمهال يوازې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه کې ښکېل نه دي، بلکې د جګړې په ډګر او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې هم هڅې کوي.
د ښاغلي آرين په وينا يو لوی بسيج ته اړتيا ده چې د مجرمينو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي او په دې توګه په پوليسو سربېره خلک هم په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
کورنيو چارو وزارت ټينګار کوي چې د جرمونو په کموالي کې امنيتي تړون اغېزمن ثابت شوی، خو ددې وزارت چارواکو په وينا بايد ډېره هڅه وشي او امنيتي بنسټونه او خلک په ګډه پکې برخه واخلي. دوی همدارنګه زیاتوي چې د کابل ښار د وګړو شمېر له معمول حده زیات دی او داسې تګلارې نشته چې د خلکو هويت روښانه کړي او د مجرمينو د تشخيص په بهير کې اسانتیا راولي.
د ښاغلي آرين په وينا، د ۱۰ زرو پوليسو له لوري له پنځه ميليونو زیاتو وګړو کنترولول ناشوني دي او د جرمونو د کموالي لپاره اړتيا ده چې خلک په سيمه کې د پوليسو په توګه او د ۱۱۹ شمېرې له لارې د خپل هويت په ساتنې سره امنيتي بنسټونه خبر کړي.
نوموړي وويل چې د روڼتيا د رامنځته کېدو لپاره په حوزو کې د مجرمينو ساتل منعه شوي او غله وروسته له نيول کېدو په بېړه د کابل امنيه قومندانۍ او يا هم کورنيو چارو وزارت ته لېږدول کېږي. د ښاغلي آرين په وينا، دا کار ددې لامل کېږي چې د زورواکو له لوري د غلو د ازادېدو مخه ونيول شي.
پر دې سربېره ښاريان نيوکې کوي چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو پېښې کېږي او پوليس له خپلو مسووليتونو د تېښتې لپاره د پېښې سيمه د خپل پوښښ لاندې نه راولي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو ته په دې اړه لارښوونه شوې ده، ځکه پوليس حق نلري چې د جرمي پېښې په ليدلو سرغړونه او ناغېړي وکړي او ځان ته برائت ورکړي.
نوموړي د هغو دوو پوليسو يادونه وکړه چې په کابل کې يې د ښځو د وهلو ټکولو په قضيه کې ښکېل وو او په دنده کې یې ناغېړي کړې وه او ويې ويل چې دا وګړي بنديان او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. په ورته وخت کې ښاغلی آرين ځينې نيمګړتياوې مني او وايي چې هڅې روانې دي چې دا ستونزې حل کړي.
خو له بلې خوا د پوځي چارو کارپوهان بيا په دې باور دي چې د پوليسو په چوکاټ کې اداري نيمګړتياوې ددې لامل شوې چې په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو کنټرول، د پوليسو له واکه بهر شي.
د پوځي چارو کارپوه، عتيق الله امرخېل له ۸صبح سره په خبرو کې ووېل چې پلازمېنه په حقيقت کې همغه پخوانۍ پلازمېنه ده، خو د «ژمنو» او «په کار پوه» کدرنو نشتون ددې سبب شوې چې د جنايي جرمونه کچه لوړه شي. نوموړي وويل چې په ځينو مورادو کې لوړپوړي چارواکي او آن د پوليسو په ليکو کې ځيني کسان له غلو ملاتړ کوي چې دا ددې لامل کېږي چې جنايي جرمونه ورځ تربلې ډېر شي.
ښاغلي امرخېل همدارنګه ووېل چې د پوليسو لازمو تجربو نه لرلو ته په کتو، په ډېری مواردو کې له غلو سره له نرمښته کار اخلي چې دا ددې لامل کېږی چې غله لا نور هم په آزاده او آسانه توګه خپلو جرمونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي عتيق الله امرخېل له امنيتي تړون سره همغږی نه دی او وايي چې پوليس بايد د قانون په عملي کولو کې له جديته کار واخلي چې وضعيت بېرته تر کنټرول لاندې راشي.
ويل کېږي چې د کابل په ګډون په هرات ښار کې هم جنايي جرمونه ډېر شوي دي. که څه هم حکومت د امنیتي وضعيت د کنټرول لپاره د «امنيتي تړون» پروګرام برابر کړی، خو ښاريان بيا په دې باور دي چې په جنايي جرمونو کې هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی او آن په پلازمېنه کې جرمونه ډېر شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.