۸صبح، کابل: ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې تر ۱۰۰ زیات افغانان، چې ډېری یې ماشومان دي د ایران او افغانستان په پوله کې بېدرکه شوي دي.
د ایران د سرې میاشتې مرستیال بهنام سعیدي سهشنبه د لیندۍ پر اتمه ویلي، چې د ۱۰۰ افغان کډوالو د پلټنې دوسیې د سږکال په شپږو میاشتو کې د دغه بنسټ له خوا برابرې شوې.
هغه زیاته کړې: «ډېری دغه بېدرکه شوي افغانان هغه ماشومان دي، چې له ګاونډي هېواد سره د ایران په پولو کې له خپلو کورنیو جلا شوي دي.»
د سعیدي په وینا افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ایران د سرې میاشتې ټولنې د پلټنې او د کورنیو د بیا یو ځای کولو اداره د بېدرکه شویو د پلټنې لپاره د غوښتونو له زیاتېدو سره مخ شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې د بېدرکه شویو د پلټنې دوسیې یوازې د ایران په سره میاشت کې نه جوړېږي، بلکې د بېدرکه شویو افغان کډوالو لپاره هم ځینې دوسیې شتون لري.
د ویلو ده، چې د طالبانو په لاس د طالبانو له سقوط سره سم له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو له دې جملې ایران او پاکستان ته د غیرقانوني کډوالیو پراخې څپې پیل شوې او دغه بهیر تر اوسه دوام لري.