لوګر کې یوه طالب د دغه ولایت په روغتون کې د یوې روغتیاپالې لاس مات کړی او ډاکتران یې وهلي ټکولي دي

۸صبح، لوګر: لوګر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په روغتون کې یوه طالب جنګیالي له لفظي شخړې وروسته د یوې روغتیاپالې لاس مات کړی او یو شمېر نارینه ډاکتران یې وهلي ټکولي دي.
لوګر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې دغه پېښه چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱ له غرمې مخکې پلعلم ښار کې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې شوې ده.
د سرچینو په وینا د ذبیحالله په نوم یو طالب جنګیالی، چې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره د دغه روغتون د ماشومانو برخې ته ورغلی و، د دې برخې له روغتیاپالې سره یې لفظي شخړه کړې ده.
د سرچینو په وینا لانجه وروسته له هغې پیل شوه، چې روغتیاپالې د روغتون د ماشومانو په برخه کې د بستر د نشتون له امله غوښتل د دغه طالب جنګیالي ماشوم په بله خونه کې بستر کړي، خو د نوموړي د مېرمنې له غبرګون سره مخ شوه.
سرچینې زیاتوي، چې له هغې وروسته دغه طالب د خونې دروازې په زوره پرانیستې او روغتیاپاله یې سخته وهلې ټکولې او په پایله کې یې د روغتیاپالې لاس مات کړی دی.
سرچینې جوتوي، چې له دې پېښې وروسته دغه طالب د دې روغتون ځینې نارینه ډاکتران هم وهلي ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
د ویلو ده، چې له دې مخکې هم یوه طالب جنګیالي د دغه روغتون نسایي ولادي برخې ته په ننوتو ښځې ډاکترانې وهلې ټکولې دي.