۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخېکنی استازی اصف درانی د طالبانو او پاکستاني پوځ وروستیو نښتو ته په اشارې وايي چې دا ډله باید د ټيټيپي او اسلاماباد ترمنځ یو انتخاب کړي.
دراني دوشنبه د مرغومې پر ۱۰مه په یوې مقاله کې زیاته کړې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ وروستیو امنیتي او سیاسي ترینګلتیاوو طالبان په یو مهم موقعیت کې اچولي څو د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.
یاد مخېکني ډیپلوماټ څرګنده کړې چې طالبان د ټيټيپي په ملاتړ د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
هغه د پاکستان له حکومته هم غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې پر خپلې تګلارې بیاکتنه وکړي.
د هغه په دې مقاله کې راغلي چې طالبان په پراخ او هراړخيز ډول د ټيټيپي ملاتړ کوي او د دغې ډلې غړو ته يې پټنځایونه ورکړي دي.
اصف درانی تېره ورځ هم ویلي و چې ټيټيپي د پاکستان لپاره سره کرښه ده او افغان طالبان باید له وروستیو هوايي بریدونو درس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا څو ځلې په افغانستان کې د ټيټيپي حضور رد کړی او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد داخلي ستونزه بولي.



