۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وايي چې ټيټيپي د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده او افغان طالبان باید له وروستیو هوايي بریدونو درس واخلي.
دراني یکشنبه د مرغومې پر ۹مه، په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وروستۍ نښتې «خواشینونکې» دي، خو دا باید د یو درس په توګه په نظر کې ونیول شي.
هغه زیاته کړې ده: «وروستۍ پېښې خواشینونکې دي، خو دا باید د افغان طالبانو د ملګرو او وروڼو لپاره یو درس پاتې شي.»
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي ویلي چې ټيټيپي د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده او هېڅوک له هغې څخه د تېرېدو اجازه نه لري.
دراني دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړي، چې شاوخوا درې شپې مخکې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ بمباري کړې وه چې په پاېله کې یې ۴۶ ملکیان وژل شوي وو.
له دې پېښې وروسته طالبانو وړمه شپه ناوخته له خوست او پکتیا ولایتونو څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه پېل کړل.
بل خوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د ټيټيپي جنګیالي په نښه کړي، خو طالبان بیا وايي چې پاکستاني پوځ وزیرستاني کډوال وژلي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ټيټيپي پر سر د اسلاماباد او کابل اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.





