۸صبح، کابل: په کابل کې د ایران پخوانی سفیر محمدرضا بهرامي وايي چې طالبانو د مسکو برید «ترهګریز» بللی؛ خو د تېر کال د کرمان چاودنو لپاره یې د دې اصطلاح له کارونې ډډه وکړه.
بهرامي دا څرګندونې شنبه د وري پر ٤مه، په خپله اېکسپاڼه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «طالبانو ټینګار کړی چې دا کلمه د لوېدیځ له لوري تولید شوې او پر اسلامي هېوادونو د فشار اچونې لپاره وسیله ده.»
په کرمان کې د ایران د سپاهپاسداران د قدس ځواکونو پخواني قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د تېر کال په مرغومې میاشت کې دوه چاودنې وشوې چې له کبله یې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول او ۳۶۸ نور ټپیان شول.
داعش ډلې د دغو چاودنو څو ورځې وروسته پړه یې پر غاړه واخیسته.
طالبانو هغه مهال دا برید غندلی و؛ خو د «ترهګریز» له ویلو یې ډډه وکړه.
د ویلو ده چې تېره شپه مسکو ته څېرمه د کنسرت په تالار کې د ډزو او چاودنې له کبله لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپيان دي.