ایټالیا کې د زلزلې له امله اته تنه مړه شول

د راپورونو له مخې، د ایټالیا په ایسکیای کې د زلزلې له امله لږترلږه اته تنه مړه شوي دي.

نړیوالو رسنیو شنبې د نومبر پر ۲۶ د ایټالیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ورځو کې سېلابي ورښتونه د زلزلې لامل وو.

ایټالیایي چارواکو ویلي، چې په دې طبیعي پېښه کې ۱۳ تنه نور بې‌درکه شوي دي.

په همدې حال کې مرسته‌کوونکي ځواکونه توانېدلي په یوه موټر کې دوه سپاره کسان، چې سیند له ځان سره وړی وو، وژغوري.

چارواکو له خلکو غوښتي، چې د ژغورنې عملیاتو د اسانتیا لپاره له خپلو کورونو ونه‌وځي.

ورته لیکنې

Back to top button